ځیني اوکرایني کډوال د جګړې د پای ته رسېدو وړاندې هېواد ته ستانه شوي

اوکرایني‌کډوالو له بلاروس سره پر پوله هېواد ته د ستنېدو پر مهال د اوکراین بیرغ نیولی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل درې کاله وروسته د اوکرایني کډوالو شمیر شاوخوا ٦.٥ میلیونه دی چې ځینې یې بیرته ستانه شوي او ډیری نور یې په داسې حال کې د ستنېدو په تمه دي چې په دغه هېواد کې جګړه لا پای ته نده رسېدلې.

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، د ۲۰۲۲ په مارچ کې دریا پریچ الچینا له خپلې ماشومې لور او د هغې د ډایپرونو له کڅوړې سره د اوکراین په مایکولایف کې خپل کلی پرېښود.

هغه وايي: "ما غوښتل پاتې شم. خو بیا زموږ په ګاونډي کور توغندې ولګېد. زموږ کړکۍ ماتې شوې، دا حالت ډیر خطرناک و. نو موږ د کډې کولو پرېکړه وکړه."

الچینا د خپلې لور او مور سره ایټالیا ته ولاړه. په سیسلي کې یوې خانقاه دوی ته د یو کال لپاره پناه ورکړه. هغې فکر کاوه چې دا حالت به ډیر دوام ونکړي.

الچینا وايي: "ما دا امید درلود چې دا به یوازې یو یا دوه اونۍ دوام وکړي. خو زما کلی د هغه وخت اشغال شوي خرسون سیمې ته ډېر نږدې و او په ښار کې وېره خپره وه. خو وروسته له هغه چې خرسون د ۲۰۲۲ کال په مني کې ازاد شو، ما بیرته د تګ ټکټونه واخیستل."

هغه مني چې د بیرته راستنیدو پریکړه ډیره سخته وه ځکه چې مایکولیوف لاهم یو داسې سیمه ګڼل کیږي چې د جګړې په لومړۍ کرښې کې دی. خو هغې یوه قوي انګیزه درلوده.

الچینا وايي: "زما میړه یو پوځي افسر دی. کله چې جګړه پیل شوه نو هغه ته د جګړې د پېل په وخت کې سهار وختي د تیارسی غږ وشو. زه اندیښمنه وم چې زموږ لور به خپل پلار ونه پیژني. موږ هغه وخت وتښتیدلو کله چې هغه ډیره کوچنۍ وه، او هغه ټول کال له خپل پلار نه لیرې لویه شوه."

د دریا فریچ الچینا لور ساشا اوس یو داسې وړکتون ته ځي چې سرپناه لري. دریا په یوه غیر انتفاعي موسسې کې کار کوي. دغه موسسه د اوکراین په جنوب کې کلتوري جشنونه تنظیموي.

دریا وايي: "کله چې موږ بیرته مایکولیوف ته راغلو، ما د راحت ساه واخیسته. زه پوهیدم چې ما ته دلته ضرورت دی."

کله چې روسیې په اوکراین یرغل وکړ، نو د تیتیانا میروشینکو لپاره بهر ته پناه وړل د هغې په اختیار کې نه و. د کیف په سیمې کې د هغې ښار، ایوانکیف، سمدستي ونیول شو.

هغه وايي: ""دا ٣٦ ورځې ډیرې سختې وې، په ذهني توګه هم. تقریبا هره شپه به زموږ په بام الوتکې په کیف د بمباریو لپاره تیریدې. نو د روسیې د اشغال له پای ته رسیدو وروسته، ما پریکړه وکړه، موږ باید بهر ته لاړ شو."

هغې خپله لور ایوانکا واخیسته او بلغاریا ته لاړه چیرې چې دوی شپږ میاشتې پاتې شول.

تیتیانا میروشنیچینکو وویل: "ما د اوکراین په یوشرکت کې کار کاوه، خو زما معاش هلته د ښه ژوند لپاره کافي نه و. د دی سره سره زه د کوچني ماشوم سره یوازې وم، او په ځایي وړکتون کې ځاې نه و."

د هغې ماشومې لور ایوانکا به خپل کور ډیر یادوه. تیتیانا وايي: "نو بیا چې کله زمونږ په سیمه کې جګړه یو څه کمه شوه نو ما په مني کې د بیرته تګ پریکړه وکړه."

دغه دواړه میندې وایي ترهغو چې سیمې یې روسي ځواکونو اشغال کړي نه وي، خپل کور او کلی نه پرېږدي.