څیړونکو د ١٩٦٩ او ١٩٧٠ کلونو په ترڅ کې۴۴٠٠٠ نارینه چې عسکري خدمت ته یې نومونه ثبت کړي وو، د کلونو په اوږدو کې تر څیړنې لاندې ونیول.
څیړونکو وروسته بیا دا وموندل، هغه کسان چې په ځوانۍ کې زیات چاغ وو، د ژوند په وروستیو څلویښتو کلونو کې د عادي وزن لرونکو همکارانو په پرتله ٦۴ فیصده یې د ځیگر د سختې ناروغۍ سره مخامخ او یا هم د همدې ناروغۍ له امله مړه شوي وو.
د ستاکهلم د کارولینسکا د انستیتوت ډاکتر هانیس هاگستروم چې ددې څیړنې مشري یې پرغاړه وه، وایي "ډیر امکان شته چې د څیړنې په پیل کې دغو ځوانانو د ځیگر یو ډول ناروغي درلودلي وي."
څیړونکو د سویډن د پوځ د ۴۴٢۴٨ نارینو ملي روغتیایي سوابق څیړلي دي. دغه کسانو فزیکي معاینات کړي وو او تر ٢٠٠٩ کال پورې تر نظر لاندې نیول شوي وو.
د هیپاتولوجي مجلې د رپوټ له مخې، هغه وخت ٣٩٣ کسان د ځیگر په سختې ناروغۍ تشخیص شوي وو. هغوی چې په ځوانۍ کې یې د بدن وزن زیات و، تر نورو ډیر له خطر سره مخامخ وو.
اوه فیصده نارینو په ځوانۍ کې زیات وزن درلود، په دې معنی چې د قد د لوړوالي په تناسب یې د بدن وزن زیات و.
ډاکتر هاگستروم وایي د ژوند په وروستیو کې د ځیگر د سختې ناروغۍ د رامنځ ته کیدو خطر د الکلو د څښلو نتیجه ده چې څوک په اونۍ کې له درې نیم بوتلونو زیات واین څښي.
هغه د رویترز اژانس ته په یو ایمل کې لیکلي دي "که څه هم له پخوا څرگنده ده چې الکول د ځیگر ناروغي زیږوي، هغه څه چې نوي دي هغه له دې پرته چې دغه ځوانان څومره الکول څښي، د ځیگر د ناروغۍ خطر په ځانگړې توگه په چاغۍ پورې مربوط دی."
د هغه په وینا نور عمده خطرونه "د تنباکو او مخدره توکو استعمال، د زړه د رگونو تشنج او د وینې لوړ فشار دي."
ډاکتر هاگسترم وایي د ښځو په هکله هم نتیجه همداسې کیدای شي خو په دغه څیړنه کې په دې هکله څه نه دي ویل شوي.
یوه ورته څیړنه چې د اروپا د قلبي ناروغیو په مجله کې خپره شوی ښي چې د سویډن پوځ ته جلب شوي ځوان نارینه چې بدن یې د نورمال حالت څخه زیات چاغ و، د کم وزنه انډیوالانو په پرتله د زړه د ناروغۍ د جدي خطر سره مخامخ وو.
د گوتنبرگ د اکاډمۍ د طب پروفیسوره ډاکتر انیکا روزنگرن وایي هغه کسان چې په قلبي ناروغۍ باندې د اخته کیدو په سرحد کې واقع دي باید اندیښنه ونه لري، ځکه د "مطلق خطر چانس ډیر ټیټ دی."
رپوټ: د اسوشیتیدپرس اژانس