د بشپړې روغتیا رازونه

  • شایسته سعادت

پدې خو ټول قانع دي چې وقایه د معالجې نه ارزانه او آسانه لاره ده. په پرمختللو ملکونو کې تر معالجې زیاتره پر وقایی ټینگار کیږي او ورزش، صحي خواړه او خپلې روغتیا او سلامتیا ته پام تاسو د ناروغیو څخه د ساتلو تر څنگ تندرسته او خوشحاله هم ساتي.

د واشنگتن ښار هم هر کال د همدی شان نندارتون کوربه وي. دې نندارتون ته زه ورغلې وم او ومې لیدل چې یوه موخه یې خلکو ته د غوره صحي لارو چارو د مشورو ورکول دي.

د روغتیا د ډگر کارپوهان په ډلو کی د انسجام په ترڅ کی خلک سپورت ته تشویقوي او درته وایي چې د روغ رمټ وجود دپاره د گټورو خوړو نه باید کار واخستل شي.

ددې کار دپاره لازمی دا ده چی خلک د خپل ورځني ژوند عادتونه بدل کړي، خپلې روغتیا تر څار لاندې ونیسي او د اړتیا په وخت کې د تداوۍ څرنگوالی مهم وگڼي او لدې لارې د خپل وجود او اړتیاو په اړه یی ځان په هر څه پوه او باخبره وساتي.

د غوره صحت دپاره د خپل ورځني ژوند عادتونه بدل کړي. خپلې روغتیا ته پام واړورئ.

لان والدن ددې ټولو په ترڅ کې د عاجلو خدماتو او بیړنیو چارو ارزښت ته په اشارې وایي په ځینوعاجلو چارو کې د کمی اندازې معلومات هم په حساس وخت کې د ناروغ ژوند ژغورلای شی. ښاغلی والدن زیاتوي،

«دا د سیمی خلکو ته مهمه ده چې تر څو چی مونږ یعنی د بیړنیو چارو مامورین د پېښې ځای ته رسیږي، دوې د ناروغ دپاره په خورا بیړني حالت کې د مرستی وړتیا ولري.»

پدې نندارتون کې زیات ټینگار پدې و چې د ورځی یوازې دیرش دقیقې ورزش ستاسو د ښې روغتیا تضمین کولای شي. لدې دپاره د بیلو گڼ شمیر ورزشی فعالیتونو پیژندنه هم وشوه چې په هغو کی یوه د زومبه گډا ده.

نیتن مارتین د زومبا د گډا لارښوونه کوي. هغه وايي،

«زومبا بدن ته انرژي ورکوی او ښه خبره دا ده چې دا هم ضروري نده چې دا گدا کومه ځانگړی طریقه و لري . هر څوک د موسیقی د ضرب سره خپل حرکات او خپله گډا کولای شی خو د ټولې گډې ډلی سره یو ځای ورزش انسان لا زیار ته تشیوقوي او ښه خبره یی دا ده چې د زړه ناروغۍ ته خورا گټور ورزش دی. او ستاسو اندام هم ښه متناسب ساتي.»

دا نندارتون دومره پراخ دی چې د ټولو برخو په اړه یی معلومات پدی لنډ رپوټ کی نشو ځایوالی د بیلو ورزشی او کینیکي سامان آلاتو نه نیولې په موټر کې د ماشومانو تر خوندی ساتنې پورې هر اړخ ته کتنه شوی.

د ماشومانو خبره وشوه دلته په امریکا کې ماشومان باید په موټر کی له ځانه ځانگړی چوکی ولري چې دهر وزن او عمر دپاره یی اندازه او بڼه هم توپیر کوي. میرمن لاتویا جانسن ددې څوکیو څرنگوالی تشریح کوي. هغه وایي،

«دا څوکی ددی تر څنگ چې پکې ماشوم پکې تړل کیږي پخپله بیا د موتر په سیت باندې په خوندی توگه نصب کړای شي ترڅو د پېښې پر مهال د کلکې ضربې او تکان زیان ماشوم ته ونه رسیږي.»

که دا آسانتیا د ماشوم دپاره برابره نشي نو دوي په موتر کی چیری نشی تلای. امریکاییان وایی دوي خپل اولاد ته د زیان گواښ نشي منلای نو دې قوانینو مراعات ددوې د ښېگنی او د ماشوم د خوندی ساتنی دپاره غوره شوی دی. دا هغه توصیه ده چې پدې نندراتون کی ورباندې ټینگار وشو. دیو ستیفنز د نندارتون گډونوال وایي،

«مونږ هر کال دغه نندارتون ته راځو او پکې د نورو په زړه پورو معلوماتو ترڅنگ ښې لوبې هم شته چې د روغتیا دپاره ښه گټه لري.»

دلته میندی پلورنه خپلو ماشومانو ته دا نصیحت کوي چی په کمپیوتر کی د ویدیو گیمونو پر ځای چی په خونه کې د تلویزیون مخې ته پرته له کوم فزیکی بدنی فعالیت څخه پر کوچ ناست وی، بهر ووځي آو د خپلو هم ځولو سره دې په آزاده هوا کی لوبې وکړي. د بدني روزنې یو مینه وال ماشوم جیسن ددې پوښتنې ځواب داسې راکړ،

«هو دا خبره رښتیا ده چی کمپیوتري لوبی مو خوښیږی خو زه هڅه کوم چی بهر هم د خپلو ملگرو سره لوبې وکړم.»

په ورځ کې دیرش دقیقې سپورت ستاسو وجود ته انرژي بښي.

همدی فزیکی فعالیتونو ته د نه پالمرنې له کبله په امریکا کې د وزن زیاتوالی لویه ستونزه ده چې د نورو جدي او گواښمنو مرضونو سبب گڼل کیږی. ددې ستونزې په وړاندی د مبارزې یوه لاره دا ده چې مونږ صحي خوړو نه گټه پورته کړو، زیاته مالگه استعمال نه کړو، زیات غوړ او سره کړې غذا ونه خوروو. سکات برون د نندراتون بل گډونوال د زیتون غوړي غوره بولي. هغه وایي،

«د حیواني غوړو پر ځاې د زیتون غوړي سل په سلو کې صحي دي چې زړه ته هیڅ تاوان نه رسوي ځکه کولسترول نلري»

پدې نندارتون کې د معلولینو سره د مرستې او د هغوي د نا امیدۍ د مخنیوي دپاره ځانگړي ورکشاپونه او روزنیز پروگرامونه هم په نظر کې نیول شوي و تر څو دوي هم ځان د ټولنې د یوه سالم وگړي په توگه وگوري.

Your browser doesn’t support HTML5

د بشپړې روغتیا رازونه