حماس وايي‌ د اسرائیل سره د اوربند پر تازه وړاندیز غور کوي

په داسې حال کې چې په جګړه کې د وقفې دپاره خبرې روانې دي، په غزې کې د حماس د روغتیا وزارت وايي، هره ورځ لسګونه کسان په دغه تړانګه کې مري.

حماس د شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي اتمه) خبر ورکړ چې په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه د اسرائیل پر تازه وړاندیز باندې غور کوي. له دې یوه ورځ وړاندې یو مصری پلاوی د سولې د ځنډېدلو خبرو اترو د بیا پیلولو په نیت اسرائیل ته رسیدلی و.

په غزه کې د تازه اوربند په اړه د پرمختګ دا نښې په داسې حال کې څرګندیږي چې اسرائیل تېره شپه د غزې په جنوبي ښار رفح باندې لږ تر لږه درې هوایی بریدونه وکړل.

د حماس او اسرائیل ترمنځ د نږدې اوو میاشتو جګړو له امله په سلګونو زره بې ځایه شويو فلسطینیانو په رفح کې پناه اخیستې ده. د روغتون چارواکو وویل، په رفح او نورو ځایونو کې د تیرې شپې په بریدونو کې تر سلو زیات کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د حماس د سیاسي څانګې مرستیال خلیل الحیا په یو بیان کې وویل: "نن د حماس غورځنګ خپل هغه دریځ ته چې د اپریل په دیارلسمه مصري او قطري منځګړو ته سپارل شوی و، د صهیونیستي اشغالګرو [اسرائیل] رسمي ځواب ترلاسه کړ. حماس به پر دغه وړاندیز غور وکړي او له بشپړیدو وروسته به خپل ځواب وړاندې کړي."

دا مطلب هم ولولئ د مصر پلاوی د حماس او اسرائیل تر منځ اوربند په اړه خبرو اترو لپاره تل ابیب ته رسیدلی

حماس تر دې مخکې پر دایمي اوربند ټینګار کړی و، چې د اسرائیل له خوا رد شوی و.

مصر، قطر او متحده ایالات د نومبر په میاشت کې د جګړې د لنډمهالې وقفې راهیسې په غزه کې د اوربند د نوي تړون لپاره هڅه کوي.

د نومبر میاشتې د یوې اونۍ اوربند په ترڅ کې، د اسرائیل په زندانونو کې د ۲۴۰ فلسطینیان د ۸۰ اسرائیلي یرغملو سره تبادله شول.

اسرائیلي او مصري رسنیو راپور ورکړی چې د مصر یو پلاوی د جمعې په ورځ اسرائیل ته ددې د پاره تللی چې د اوربند خبرې اترې بیا پیل کړي.

القاهره نیوز، چې د مصر له دولتي استخباراتي خدماتو سره تړاو لري، وویل: "د مصري او اسرائیلي پلاوي د نظرونو په همغږي کولو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی."

د اپریل په لومړیو کې حماس ویلي وو چې په قاهره کې له خبرو وروسته په یو وړاندیز غور کوي. خو څو ورځې وروسته اسرائیل او حماس یو بل د سولې د خبرو اترو په کمزوري کولو تورن کړل.

هره ورځ مرګونه

په داسې حال کې چې په جګړه کې د وقفې دپاره خبرې روانې دي، په غزې کې د حماس د روغتیا وزارت وايي، هره ورځ لسګونه کسان په دغه تړانګه کې مري.

په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر اوومې له هغه بې ساري برید وروسته پیل شوه، چې د اسرائیلي شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۱۷۰ زیاتره ملکي کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل د غچ اخیستونکو عملیاتو په ترڅ کې تراوسه لږ تر لږه ۳۴۳۵۶ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د غزې جګړه په سعودي عربستان کې د پیل کېدونکې یوې نړیوالې غونډې د اجنډا په سر کې ده.

د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د نړیوال اقتصادي فورم په نوښت دا غونډه د یکشنبې په ورځ پیل کیږي او ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ د غزې په اړه ځانګړی بحث وکړي.

په دغه غونډه کې د فلسطین نوی ټاکل شوی صدراعظم محمد مصطفی، د مصر صدراعظم مصطفی مدبولي او د غزې د پاره د ملګرو ملتونو د مرستو همغږی کوونکی سیګرید کاګ ګډون کوي.