وسله والو کسانو یکشنبه جون ۵ (غبرګولي۱۵) د نایجریا په جنوب لویدیځ کې د کاتولیک مسیحانو په یوې کلیسا کې دننه او بهر په خلکو ډزې کړي، لږ تر لږه ۵۰ تنه یې وژلي دي.
په نایجریا کې د روغتون مسؤلین او مطبوعاتو ویلي چې په وژل شویو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه په کلیسا د برید کولو علت ندی معلوم او پولیس وایي پلټنې یې پیل کړي چې د برید کولو علت معلوم کاندي.
د پولیسو یوې چارواکې وویل چې پیښه د اونډو په ایالت کې شوې خو د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د شمیر په هکله یې څه ونه ویل.
تر اوسه د برید کوونکو د پیژندګلوۍ په هکله هم څه ندي ویل شوي او دا هم نده څرګنده چې وسله والو ولې پدې کلیسا برید کړی.
خو د اونډو د ایالت والي چې د پیښې ځای ته ورغلی و او په روغتون کې یې ټپي شوي کسان هم ولیدل، دا پیښه یې "ستر قتل عام" وبلله او زیاته ی کړه چې دا ډول پیښې باید تکرار نشي.
د نایجریا جمهور رئیس محمد بوهاري هم برید غندلی او "ناروا" یې بللی.
حکومتي چارواکو ویلي چې د وسله والو برید کوونکو سره چاودیدونکي مواد هم و.
سره لدې چې پدې سیمه کې د اسلامي وسله والو تر څنګ د جنایي جرمونو ډلې فعالیت لري خو تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې.
یو شمیر عیني شاهدانو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې برید کوونکي پنځه تنه و چې د عبادت کوونکو تر وژلو او ټپي کولو وروسته د سیمې څخه تښتیدلي دي.