تایلنډ کې په یو وړکتون باندې وسله وال برید کې لږ تر لږه ۳۷ تنه وژلي

میندې او پلرونه د خپلو وژل شویو ماشومانو په غم کې ویر کوي

په تایلنډ کې امنیتي چارواکي وايي چې د دغه هېواد یو پخواني پولیس افسر نن پنجشنبه اکتوبر شپږمه (تله ۱۴) په یو وړکتون باندې وسله وال برید کړی او لږ تر لږه ۳۷ تنه یې‌ وژلي دي.

دا د تایلنډ په شاهي نظام کې تر دې دمه تر ټولو خونړۍ پېښه بلل کېږي. د پانیا خمراب په نامه دغه وسله وال په وړکتون باندې له برید وروسته کور ته تللی خپله ښځه، ماشوم او ځان یې هم وژلی دی.

د تایلنډ د ملي پولیسو مشر دامرونګساک کیتي پراپات یوې خبري کنفرانس ته وویل چې وسله وال ۳۷ وژلي دي چې ۲۳ یې ماشومان یې وژلي دي.

پېښه د تایلنډ په شمال-ختیځ د «نونګ بوا لام فو» په ایالت کې شوې ده. راپورونه وايي چې بریدګر په وسلې، تومانجې او چاقو سمبال و.

په سیمه کې يو پولیس چارواکي، جکاپت ویجترایتایا، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي‌ دي چې په برید کې ۱۲ تنه نور ژوبل دي.

ښاغلي ویجترایتایا وویل، دغه پخوانی ۳۴ کلن پولیس افسر تېرکال په نشو د روږدېدو له کبله د پولیسو له لیکو څخه شړل شوی و.

یوې عیني شاهدې پاوینا پوریچن ویلي دي چې بریدګر یې ولیده چې له برید وروسته پر خپل موټر سایکل له سیمې څخه په تېښته و او «هڅه یې کوله چې خپل موټر سایکل له نورو خلکو سره وجنګوي».

نوموړې وویل چې هغه په خپل موټر سایکل باندې هم خلک ووهل او دوه تنه یې ژوبل کړل او «هر چېرې وینې پرتې» وې.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې میندي او پلرونه د خپلو ماشومانو په مرګ ویر کوي.

د تایلنډ صدر اعظم پرایوت چان-او-چا د خپل هېواد د ملي پولیسو مشر ته دنده سپارلې ده چې د دغې پېښې په اړه پلټنه وکړي.

هغه په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي: «زه په دغې غمجنې پېښې کې د وژل شویو او زخمیانو له کورنیو سره خپله ژوره غمرازي څرګندوم.»

تر دغې پېښې نژدې یوه میاشت مخکې د تایلنډ په مرکز بنکاک کې یو بل افسر د پوځ د روزنې په یو مرکز کې خپل دوه همکاران په ډزو ووژل. په تایلنډ کې ډېر خلک وسلې لري، خو دا ډول بریدونه په کې کم کېږي.