د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني فېسبوک پاڼه 'هک' شوې ده

ولسمشر غني په ټویټر کې لیکلي چې پاڼه یې هک شوې

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د خپلې فېسبوک پاڼې اکاونټ یې له لاسه وتلی دی.

ښاغلي غني نن دوشنبه سپتمبر ۲۷ (تلې پنځمه) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د هغه فېسبوک پاڼه 'هک' شوې ده او د تیرې ورځې راپدېخوا بیا تر دا مهاله خپاره شوي مطالب اعتبار نلري.

لږ مخکې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په فېسبوک پاڼه یوې خپرې شوې اعلامیې کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتل شوي چې طالبان په رسمیت وپيژني او د افغانستان کنګل شوي پیسې پرېږدي.

د پخواني ولسمشر په فېسبوک پاڼه خپره شوې بیانیه کې راغلي چې غلام محمد اسحاقزی نن به په داسې حال کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وینا وکړي چې تر شا یې هیڅ حکومت شتون نلري.

په دغه بیان کې همدارنګه راغلي چې د پخواني حکومت کابینه یو سلنه واک نلري، خو اوس مهال په یو شمېر هیوادونو کې د افغانستان پخواني سفیران او استازي د خپلو شخصي اهدافو لپاره د «یوتازه کړکېچ رامنځته کولو لپاره» هڅې کوي.

خو لږ وروسته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له فېسبوک پاڼې څخه تازه خپور شوی مطلب بیرته پاک شو.