د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې ژر به هغو وزارتونو ته د نوماند وزیرانو نوملړ جمهور رئیس محمد اشرف غني ته واستوي چې د سیاسي هوکړې له مخې وزیران ورته د ده له خوا ټاکل کیږي.
د افغانستان د ملي مصالحې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغې شورا رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ جون ۱۴( غبرګولي ۲۵) د ولسي جرګې د رئیس میررحمان رحماني په مشرۍ د دغې جرګې د اداري پلاوي سره په کتنه کې پارلمان ته د کابینې د غړو د معرفي کولو په اړه هم خبرې کړي دي.
دا اعلامیه وايي: "عبدالله عبدالله د سیاسي مشکل د حل لپاره د ملي شورا د هڅو څخه د مننې ترڅنګ پارلمان ته د کابینې د غړو د معرفي کولو د بهیر د ګړندې کولو په اړه د ولسي جرګې د پلاوي له غوښتنې ملاتړ کړی او ژمنه یې کړې چې ژر به د نوماند وزیرانو نوملړ، له خپل اړخ څخه جمهور رئیس ته واستوي".
د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د مصالحې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د مې ۱۷ (غوايي ۲۸) د شوې سیاسي هوکړې له مخې د کابینې نیمايي وزیران به ښاغلی عبدالله، د جمهوري ریاست د ۲۰۱۹ میلادي کال د خپل ټاکنیز ټیم څخه کابینې ته معرفي کوي.
که څه هم د دواړو خواو ترمنځ د سیاسي هوکړې څخه نږدې یوه میاشت تیره شوې، خو تراوسه یوازې جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپل اړخه د بهرنیو چارو، مالیې، اطلاعات او فرهنګ، کانونو او پټرولیم، ښار جوړولو او اراضۍ، عامې روغتیا او ښځو چارو، پوهنې وزارتونو ته سرپرست وزیران معرفي کړي دي.
همداشان جمهور رئيس محمداشرف غني د ملي امنیت سرپرست، د افغانستان بانک او د طبیعي پيښو سره د مبارزې او پارلماني چارو د دولت وزیران هم ټاکلي دي.
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته ویلي چې د کابینې د جوړولو کار روان دی او ژر به کابینه بشپړه او ولسي جرګې ته د باور د رایې د اخیستلو لپاره واستول شي.
ولسي جرګې څو ځلې له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه غوښتي چې د سرپرستو وزیرانو لړۍ دې پای ته ورسوي او نوماند وزیران دې دغې جرګې ته د باور د رایې ترلاسه کولو لپاره واستوي.
د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز امریکا غږ اشنا ته وویل چې دغه جرګه د کابینې غړو ته د باور د رایې د ورکولو لپاره په بشپړه توګه چمتووالی لري.
ښاغلي شهباز وویل چې د قانون له مخې وزیران له دوو میاشتو څخه د زیاتې مودې لپاره د سرپرستو وزیرانو په توګه کار نشي کولی او باید په همدې قانوني مودې کې نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.