جرمنې: محکمې د ۸۵ کسانو د قاتل نرس د استیناف غوښتنه رد کړه

پدې نرس تور و چې د سلو نه زیات ناروغان یې وژلي خو محکمې په ټولو قضیو کې په هغه شواهد او ثبوتونه ندي پیدا کړي.

په جرمني کې یوې فدرالي محکمې د هغه پخواني نرس د استیناف غوښتنه رد کړې چې د ۸۵ کسانو په قتل تورن دی.

د نایلز هویګل په نامه دې نرس په قصدي توګه ناروغانو ته د زړه د ناروغۍ دارو درمل په زیاته اندازه پیچکاري کول چې زړونه یې ودریږي. دغه نرس اعتراف کړی و دې کار خوند ورکاوه چې د ناروغانو زړونه ودریږي او دا یې بیرته ژوندي کړي.

محکمې د جرمني د اولډنبرګ په ښار کې دا نرس د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې د قتل په قضیه کې تورن وباله او د عمري قید سزا یې ورته ورکړه خو هغه د اسیتناف غوښتنه وکړله.

د عدالت فدرالي محکمې نن د جمعې په ورځ، سپټمبر ۱۱(وږي۲۱) د دې نرس د استیناف غوښتنه رد کړله او ویې ویل چې د محکمې په حکم او د پریکړې په پروسه کې هیڅ ډول اشتبهات ندي شوي.

په جرمني کې دا نرس د معاصر تاریخ تر ټولو مشهور قاتل بلل کیږي چې ډیر کسان په پرله پسې توګه وژني.

د محکمې په حکم کې ویل شوي چې د هویګل د جرایمو جدیت ته په کتو باید هغه ټول عمر په بند کې پاتې شي او په روغتیایي ادارو کې د کار کولو اجازه نلري.

نایلز هویګل د ‍۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۲ پورې د اولډنبرګ ښار په یو روغتون کې کار کاوه او د ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۰۵ پورې یې د دیلمنهورست په روغتون کې دنده درلوده. په هغه د قتل قضیه هم په همدې وروستۍ روغتون کې وه.