جرمني دوه افغانان د سویډن په پارلمان باندې د برید د توطیې په شک نیولي

څارنوالان وايي نیول شوي کسان له داعش سره روابط لري

په جرمني کې چارواکي وايي دوه افغانان یې د سویډن د پارلمان په ودانۍ باندې د برید د توطیې جوړولو په شک نیولي دي.

د جرمني څارنوالانو د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۹) په یوې اعلامیې کې وویل چې دا کسان مختصر ابراهیم او رامین نومېږي.

وایي دواړو له داعش سره اړیکې لرلې.

د څارنوالانو د بیانیې په اساس نیول شوي کسان په ۲۰۲۳ کې د داعش له خراسان ډلې سره یو ځای شول او ۲۰۰۰ یورو مرستې یې هم دغې ډلې ته ټولې کړې وې.

د سویډن په پارلمان باندې د دغو کسانو د برید انګیزه او علت په هغه هېواد کې د قران سوځول ښودل شوي دي.

تېرکال په ډنمارک او سویډن کې ځینو کسانو د قران ځینې نسخې وسوځولې چې دې کار په مسلمانو هېوادونو کې سخته غوصه وپاروله.

په عراق او لبنان کې د سویډن په سفارتونو بریدونه وشول او مقاماتو په کور دننه د ګواښونو د مخنیوي لپاره د کلکو امنیتي تدابېرو د نیولو خبر ورکړ.