د جرمني پر پوځیانو د چړو د برید په تور یو کس نیول شوی

Germany Police Shot

د جرمني چارواکو د جمعې په ورځ، سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۳)، وویل د سوریې یو ۲۷ کلن وګړی یې د اردو په سرتیرو باندې د چړو د برید د پلان کولو په تور نیولی دی.

چارواکو ویلي چې دغه شکمن، د "یوې سخت دریځې اسلامي ایډیالوژۍ پیرو دی" او د پنجشنبې په ورځ د "دولت په خلاف له تاوتریخوالي ډک جدي عمل" د پلان کولو په تور ونیول شو.

په مونیخ کې څارنوالانو وویل چې دې سړي په وروستیو ورځو کې دوه "۴۰ سانتي متره" درنې چړې ترلاسه کړې وې.

څارنوالانو وویل، تورن کس پلان درلود چې په دغو چړو باندې د شمالي باویریا په هوف ښار کې د سرتیرو د غرمې د وقفې پر مهال پر هغوی برید وکړي، چې هدف یې "د امکان تر حده زیاتو سرتیرو وژل وو."

څارنوالانو وویل: "تورن غوښتل چې توجه جلب کړي او د خلکو په منځ کې د ناامنۍ احساس رامنځته کړي."

دا مطلب هم ولولئ جرمني ۲۸ افغانان خپل هېواد ته ستانه کړل

په جرمني کې په وروستیو میاشتو کې د چاقو په وسیله ګڼ شمېر بریدونه شوي او ویل شوي چې زیاتره دا بریدونه جرمني ته د تللیو هغو کډوالو لخوا شوي چې د ترهګرو ډلو لخوا هڅول شوي دي.

د جرمني مقاماتو تېره میاشت اعلان وکړ چې ددغو بریدونو د مخنیوي لپاره د کډوالو د منلو قوانین سختوي او په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په لومړي خل په سلګونو افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شول.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د کډوالۍ د کړکېچ په اوج کې، جرمني یو له هغو اروپايي هېوادونو څخه و چې تر یو میلیون ډېر سوري، افغان او عراقي کډوال یې منلي وو. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد لسګونه زره افغانانو ته پناه ورکړې ده.