یوه جرمنۍ د وینځې په توګه د یوې ایزدۍ د ساتلو له کبله محاکمه شوه

یوه ایزدۍ ښځه

په جرمني کې یوې محکمې نن چهارشنبه جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) ددغه هېواد یوه تبعه په دې تور محاکمه کړه چې د «داعش په جنګي جنایت او نسل وژنې» کې یې د همکارۍ له لارې یوه ایزدۍ وینځه کړې او ساتلې وه.

دا ښځه نادین بلل شوې او ۳۷ کلنه ښودل شوې ده چې د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې د غړیتوب په تور هم محکومه ده.

امریکایي څارنوالانو ویلي دي چې نادین له خپل مېړه سره یو ځای له جرمني څخه په سوریې کې د داعش تر واک لاندې سیمو ته تللي او له دغې ډلې سره یو ځای شوي دي.

چارواکي وايي سوریې ته له رسېدو څو میاشتې وروسته دا ښځه او مېړه د داعش په مرکز موصل کې استوګن شوي. چارواکي وايي دوی هلته د وسلو یوه زېرمه هم ساتلې او د «داعش پیغلو ته» یې میلمستونونه هم جوړ کړي وو.

څارنوال وايي دوی د ۲۰۱۶ کال له لومړیو راهېسې یوه ایزدۍ وینځه کړه او د څارنوالانو په خبره د نادین مېړه به په دې ښځې باندې په دوامدار شکل تېری کاوه او وهله او ټکوله به یې هم او «نادین له دې هر څه خبره» وه.

څارنوال وايي نادین دا ښځه کلکه څارله چې و نه تښتي او هغه به یې مجبوروله چې د کور کارونه وکړي او د نادین اولادونه وپالي. مقامات وايي دا ټول کارونه د ایزدي د نسل وژنې لپاره د داعش مفکوره وه. په ۲۰۱۹ کې بیا کردي جنګیالیو دا ښځه او مېړه ونیول او ایزدۍ ښځه یې هم ازاده کړه.

نادین د تېر کال د مارچ په میاشت کې بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه. په سوریې او عراق کې د داعش نیول شوي غړي بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شول.