د جرمني فدرال پولیسو نن پنجشنبې د اګست ۲۰ ویلي هغه ۵۵ کلن یوګوسلویایي تبعه یې نیولی چې ۲۳ کاله پخوا په کرویشیا کې د بشر ضد جرمونو له امله په بند محکوم شوی وو خو هیڅلکه یې د بند موده تیره کړې نده.
پولیس وايي دغه کس چې اوس د امریکا تابعیت لري، په ۱۹۹۳ کال کې په کرویشیا کې د جګړې پرمهال کله چې هغه د صرب د خپل سري جمهوريت د پوځ غړی و، یو ملکی وګړی وژلی و.
دغه کس بیا د قانون له تطبیق څخه چې جرمن پولیسو یې نوم ندی اخیستی، تیښتیدلی و.
نوموړي د دوشنبې په ورځ اګست ۱۷ د جرمني د فرانکفورټ په هوايي ډګر کې کله چې له شیکاګو څخه بلګراد ته روان وو ونیول شو. هغه اوس کرویشا ته د سپارل کیدو لپاره ساتل شوی دی.
کرویشیا اوس د اروپايي ټولنې غړې ده او په ۱۹۹۵ کال کې یې د خپلواکۍ جګړه وګټله. دې هیواد څلور کاله له صربي یاغیانو سره چې نه یې غوښتل د صربستان له سلطې څخه د برخمنې یوګوسلویا زاګرب سیمه جلا شي، جګړه وکړه.
د بلګراد له ملاتړ څخه برخمنو ملتپاله صربي جنګیالیو د کرویشیا دریمه برخه خاوره نیولې وه.