د مهاجرت جنجال د جرمني حکومت د ړنګیدو سره مخ کړې

د جرمني اوسنی ایتلافي حکومت د انګیلامرکل (ښي) او هورست سیهوفر (چپ) ګوندونو جوړ کړې.

د سي.اس.یو ګوند غړو د ښاغلي سیهوفر نه غوښتنه کړې چې د صدراعظمې مرکل سره خبرې وکړي او یوې نهايي پریکړې ته ورسیږي.

د جرمني د ایتلافي حکومت د دواړو محافظه کاره ګوندونو سیاستوالو د صدراعظمې انګیلا مرکل او د هغه د کورنیوچارو د وزیر نه د دوشنبې په ورځ (جولای۲) غوښتنه وکړه چې د مهاجرینو د پالیسۍ اړوند هغه کورني جنجال ته ژر یو حل پیدا کړي چې د مرکل حکومت يي درې میاشتې د بی ثباتۍ سره مخامخ کړې و.

د کورنیوچارو وزیر هورست سیهوفر، چې د صدراعظمې مرکل ترڅنګ د کلونو راهیسې یو اغزی ګڼل کیږي، د یکشنبې په ورځ (جولای۱) تصمیم ونیو چې د خپلې دندې او د بؤاریه کریشن سوشل یونین ګوند – سي.اس.یو یا (د بؤاریه عیسوي ټولنیزاتحاد) له مشرۍ استعفی ورکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

په جرمني کې د کډوالو جنجال

د سي.اس.یو ګوند اخطار ورکړې چې که چیرته صدراعظمې مرکل د اروپايي اتحادیې له یوې غونډې پیش بیني شوې موافقې بیا راوړلې چې د مهاجرینو جنجال دپاره بی ګټې دي، نو د جرمني په سرحدونو به نوي محدودیتونه ولګوي.

مرکل په جدي ډول په بؤاریه کې د ایالتي مسؤلینو د قاطع اقدام ضد نظر لري او وایي، بؤاریه - چې جرمني ته د کډوالو د ننوتلو عمده لار ده، سرحدي محدویت راوړل د اروپايي قوانینو خلاف عمل دی.

د بؤاریا ایالتي مشر مارکوز سودر وایي ګوند يي غواړي چې جوړجاړی وکړي او د حل یوه لاره پیدا کړي. د سودر په وینا د ایتلاف پای ته رسول حل نه دی، ځکه چې ټول د حکومت دننه ډیر څه ترلاسه کولای شي.

د مرکل او سیهوفر ګوندونو د ۲۰۱۸ په فبروي کې د ایتلافي حکومت جوړو موافقه وکړه.

​د مرکل کرشن دیموکرات ګوند او د سي.اس.یو ګوندونه د تیرو اویا کلونو راهیسې د ایتلافي حکومتونو جوړولو تجربه او ټینګه همکاري لري.

د سي.اس.یو ګوند غړو د ښاغلي سیهوفر نه غوښتنه کړې چې د صدراعظمې مرکل سره خبرې وکړي او یوې نهايي پریکړې ته ورسیږي. سیهوفر د دوشنبې په ورځ (جولای۲) وویل په دری ورځو کې به خپل وروستی تصمیم ونیسي.

اوس وخت په اتیلافي حکومت کې صدراعظمه مرکل قوي موقف لري او د ګوند غړي يي هم ټینګ ملاتړ کوي.

د دواړو ګوندونو د مشرانو ترمنځ د یوبل په وړاندې خصمانه افکار شته. اته شپیته کلن سیال سیهوفر تل د صدراعظمې مرکل دپاره یوه سرخوګي وه، په ځانګړې توګه د مهاجرینو د منلو په ارتباط د مرکل د پالیسۍ په سر جدي اختلافات موجود وو. او په تیرو درې کلونو کې هم د دواړو روابط څو ځلي بد حالت ته رسیدلي وو.

په عینی وخت کې د فرانسې صدراعظم ادوارد فیلیپ د دوشنبې په ورځ (جولای۲) وویل چې د مهاجرینو په سر د جرمني د حکومت داخلي جنجال ښه خبر نه دی او وايي په جرمني کې اقتصادي او سیاسي ثبات غواړي.