جنرال نیکلسن: سخت حالات لا په مخ کې دي

جنرال نیکلسن دمخه په افغانستان کې څلور ځلې د امریکا په پوځ کې ماموریت ترسره کړی دی.

نن په کابل کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په لړ کې چې د لوړ پوړو امریکایي او افغان چارواکو سربیره د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم په کې برخه لرله، جنرال کمبل، د خپل اتلس میاشتنې ماموریت په پای کې په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو د قوماندنۍ مشري جنرال نیکولسن ته وسپارله.

په دې مراسمو کې د امریکا د پوځ د مرکزي ځواکونو قوماندان جنرال ډان فورډ، د ناټو یو شمیر جنرالانو، د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف او په قاطع ماموریت کې د شاملو هیوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو هم برخه اخیستې وه.

دغې غونډې ته جنرال کمبل، جنرال نیکلسن، جنرال اوسټن په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي او د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي ویناوي وکړې.

جنرال کمبل په خپله وینا کې په افغانستان کې د روانو بدلونونو او دغو بدلونونو ته د نړیوالو ځواکونو د ملاتړ د برابرولو په اړتیا وغږیده او ویې ویل چې په افغانستان او سیمه کې روان بدلونونه پاملرنې ته اړتیا لري.

جنرال کمبل وویل " د دښمن په وضعیت کې بدلون، پخپله په افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونوکې بدلون او په ټوله کې په سیمه کې ګډ حالت رامنځ ته کیدل زمونږ پاملرنې ته اړتیا لري".

جنرال کمبل وویل ډیر خلک د زور او جبر په وړاندې خپل مخالفت څرګندوي او راتلونکي ته په هیله ګوري.

جنرال کمبل د افغان مشرانو د وطنپالنې د روحیې ستاینه وکړه وې ویل چې دغې جذبې پر دې ډیره اغیزه کړې ده.

دې غونډې ته د قاطع ملاتړ ماموریت نوي امریکایي جنرال په خپله وینا کې افغانان او په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه وستایل او ویې ویل چې په دې باور دی چې هغوی چې د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو په لیکو کې په افغانستان کې په جګړه کې برخه اخیستې ده، قهرمانان دي.

جنرال نیکلسن وویل " بلې سخت حالات زمونږ په مخ کې دي، خو ستاسې جرات هرڅه ممکن کوي، نو ځکه زه وایم پریږدئ چې د جرات سره پرمخ لاړ شو، برو به خیر، ځه له خیره ".

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي په خپله وینا کې کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر د نننۍ سفر د یادونې په وخت وویل چې ټول د تروریزم د ماتې لپاره په مبارزه بوخت دي.

ښاغلي ستانکزي وویل "د دریو لسیزو څخه د زیاتې مودې لپاره د افغانستان خلک له جګړې کړیږي ‎او دوی ځکه کړیږي چې له دریو لسیزو راهیسې مونږ د سولې لپاره په جګړه بوخت یو ".

د رسمي ویناو په پای کې جنرال کمبل خبریالانو سره په خبرو کې دا ومنله چې لا هم افغانان سخت وخت په مخ کې لري.

خو هغه وویل چې افغانان د نړیوالې ټولنې په مرستو ارزي او دوی به د هغوی په خوا کې ودریږي.

جنرال جان کمیل وویل چې ملا اخترمحمد منصور مذهبي مشروعیت نه لري.

هغه په خپلو څرګندونو کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف په دې وستایه چې په هغو سیمو کې یې پوځي عملیات ترسره کړي چې د دغه هیواد بل کوم پوځي مشر نه وو ترسره کړي.

هغه هیله وښوده چې د افغان او پاکستان پوځي چارواکي به په بیلابیلو کچو یو بل سره پیل شوي تماسونو ته ادامه ورکړي.

جنرال جان کمبل اتلس میاشتې وړاندې په افغانستان کې په داسې حال کې د ناټو او امریکایي ځواکونو مشري په غاړه واخیستله چې د یوې خوا د نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته تازه واک لیږدول کیده اوهم په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د سیاسي واک د لیږد په سر جنجالونه موجود وو.

د جنرال کمبل د کار په موده کې د نړیوالو ځواکونو شمیر د ۳۵۰۰۰ عسکرو څخه ۱۳۰۰۰ عسکرو ته راښکته شو.

جنرال نیکلسن دمخه په ترکیه او افغانستان کې د ناټو د ځواکونو په چوکاټ کې دنده سرته رسولې ده.