جنرال دوستم: پر اقچې د طالبانو برید به بې ځوابه پاتې نشي

نوموړي تر دې مخکې طالبانو ته ګوت څنډنه کړې ده

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د طالبانو وروستی برید به بې ځوابه پرېنږدي.

نوموړی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د تېرې سې شنبې په شپه د اقچې ولسوالۍ پر بالاحصار د طالبانو په برید کې ۲۰ امنیتي او دفاعي ځواکونه ووژل شول.

جنرال عبدالرشد دوستم تر یادې پېښې وروسته د اقچې د امنیتي وضعیت ارزولو په هدف د دغه ولسوالۍ په پنجګانه سیمه کې د طالبانو پر ضد د پراخو عملیاتو پیلولو اعلان هم کړی دی.

نوموړي د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې په ټول توان سره به د طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي.

هغه د سیمې خلکو ته په وینا کې له هغوی څخه غوښتي چې د طالبانو پر ضد راپورته شي.

جنرال عبدالرشید دوستم په اقچې ولسوالۍ کې خلکو ته د وینا پر مهال

د ښاغلي دوستم له دفتر څخه په خبره شوې اعلامیه کې راغلي:"د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د خلکو اندېښنو ته په ځواب کې ډاډ ورکړ، چې په ټول توان سره د خلکو د امنیت نیولو لپاره چمتو دی، چې د طالبانو په وړاندې مبارزه وکړي او د هغوی د وسله والو فعالیتونو مخه ونیسي."

په بیان کې راغلي چې وسله والو طالبانو له اقچې ولسوالۍ څخه شبرغان ښار ته پر لار د جنرال عبدالرشید دوستم پر موټریز کاروان برید هم کړی، چې د افغان ځواکونو لخوا پر شاتمبول شوی دی.

له جنرال عبدالرشید دوستم سره اقچې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د ۲۰۹ شاهین قول اردو رئیس ارکان جنرال عبدالرسمیع بخشي او د جوزجان والي مولوي لطف الله هم ویلي، چې د امنیتي وضعیت تر ارزولو وروسته به په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پيل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د جوزجان په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي دي.

جنرال دوستم مخکې هم ویلي، که ولسمشر غني او امنیت شورا اجازه ورکړي، طالبان به په څو میاشتو کې له شمال څخه ورک کړي.