هند کې د جی-۲۰ هیوادونو د مالیې وزیرانو غونډه د اجماع پرته پای ته ورسیده

په هند کې د نړۍ د شلو صنعتي هیوادنو یا جي-۲۰ د مالیې وزیرانو غونډه سه شنبه جولای ۱۸ (چنګاښ۲۷) د نظر د یووالي پرته پای ته ورسیده ځکه چې ګډونوال پدې ونه توانیدل د اوکراین په هکله اختلافات حل کاندي.

دا دوه ورځنۍ غونډه د هند د ګجرات ایالت د ګاندهي نګر په ښار کې جوړه شوې وه.

د هند د مالیې وزیرې نرملا سیتهارامان د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې لا هم په اوکراین کې د روسیې د جګړې په هکله د غونډې ګډونوال یو شان نظر نلري.

د جي-۲۰ هیوادونو مشري سږ کال د هند سره ده.

د غونډې په غورچاڼ کې ویل شوي چې روسیې او چین د ګډې اعلامیې په هغې برخې اعتراض درلود چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې په هکله دی.

د اعلامیې په همدې برخې کې ویل شوي و چې دا جګړه په اوکراین کې د ستر بشري رنځ سبب کیږي او د نړیوال اقتصاد په مخکې شته ستونزې لا ډیروي.

د غونډې پیل کیدو څخه وړاندې هم تمه کیده چې په ګډې اعلامیې به موافقه نه کیږي ځکه چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې په هکله جدي دپلوماتیک اختلافات شته دي او هند تر دې دمه پدې کې ندی بریالی شوی چې د جي-۲۰ په ټولو مهمو غنډو کې د نظر یووالی پیدا کړي.

خو د هند د مالیې وزیرې وویل چې د جي-۲۰ ګڼ شمیر غړیو هیوادونو روسیه وغندله چې د اوکراین د غلې موافقې تمدید کولو څخه یې انکار کړی.

میرمن سیتهارامان په خبر کنفرانس کې پرته لدې چې د کوم هیواد یا هیوادونو نوم واخلي، وویل، " ګڼ شمیر غړیو دا پریکړه وغندله او ویل یې چې دا باید نه وی شوی. خوراکي مواد چې د تورې بحیرې د لارې تیریږي باید بند نشي او ونه ځنډول شي".

د روسیې حکومت دوشنبه جولای ۱۷ د دې موافقې څخه د وتلو اعلان وکړ.

د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف پدې هکله وویل، " د غلو موافقه ځنډیدلې. هر کله چې په موافقې کې د روسیه برخه پر ځای شي، روسیه به په سمدستي توګه د دې موافقې سره یو ځای شي".

روسیې دا ندي ویلي چې پدې موافقې کې د هغوي په کومو شرایطو عمل ندی شوی خو د دې پریکړې څه څو ساعته وړاندې په یو پله د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو برید وشو چې د اوکراین څخه نیول شوې د کرایمیا سیمه د روسیې سره نښلوي.

خو روسیې بیا ویلي چې د کیرچ په پله دا برید د غلو د موافقې څخه د وتلو د پریکړې سره تړاو نلري.

د تړون څخه د روسیې وتلو سره سره د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي ویلي هیواد یې چمتو دی چې د تورې بحیرې د لارې د غلو صادرات جاري وساتي.

ښاغلي زلینسکي ویلي، " مونږ نه ډاریږو. مونږ سره داسې شرکتونو اړیکې نیولي چې کښتۍ لري او راته یې ویلي چې بار وړلو ته چمتو دي".

روسيې او اوکراين تیر کال د ملګرو ملتونو او ترکيې په منځګړيتوب يو تړون لاسليک کړ چې د تورې بحيرې بندرونه بېرته پرانيزي، څو د اوکراين غلې دانې له هغه هېواده بهر صادرې شي او په دې توګه د خوراکي توکیو هغه بحران چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل وروسته رامنځته شوی، کم شي.

هند لا په اوکراین باندې د روسیې یرغل نه دی غندلی او په مسکو باندې یې په اقتصادي بندیزونو کې هم ګډ شوی نه دی. د جي-۷ هېوادونو د ټېنګار سره سره، هند له روسیې سره د انرژۍ د راکړې ورکړې رابطه ساتلې ده، خو بیا هم امریکا په سیمه کې په هند باندې تکیه کوي.

ټاکل شوې چې د جي۲۰ هیوادونو مشرانو بله غونډه د همدې کال د سپټمبر په میاشت کې وشي.