د هند او پاکستان امنیتي ځواکونو نن شنبه د ( اګست په ۱۷مه ) په سرحدي سیمه کې چې کشمیر د دواړو هیوادونو ترمنځ ویشي پر یو بل ډزي کړي دي.
که څه هم تر اوسه ددې نښتو د تلفاتو راپور نشته اما د پاکستان د پوځ ویاند د جګړې لپاره د تیاریو خبر ورکړی وو.
تر اوسه دا هم معلومه نده چې کوم لوري لومړی ډزې کړي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند آصف غور وویل: " د پاکستان پوځ به د هند هر ډول پارونکي اقدام ته مناسب ځواب ورکړي."
بلخوا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا پریکړه چې د کشمیر پر مسله به بحث وکړي، ستایلې ده.
I welcome the UNSC meeting to discuss the serious situation in Occupied Jammu & Kashmir. It is for the first time in over 50 yrs that the world’s highest diplomatic forum has taken up this issue. There are 11 UNSC resolutions reiterating the Kashmiris right to self determination.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) August 17, 2019
هغه وویل: " زه د امنیت شورا پریکړه ستایم چې د اشغال شوي جمو او کشمیر په وضعیت خبري کوي. دا په تیرو ۵۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې د نړۍ تر ټولو ستر دیپلوماتیک بنسټ په دې موضوع بحث کوي."
دا په داسې حال کې ده چې هند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پر کشمیر په کیدونکي بحث انتقاد کړی دی.
بلخوا هند نن په کشمیر کې پر لین لرونکو ټلفونونو لګیدلي قیودات لري کړل. په کشمیر کې ټلفوني خدمات وروسته له هغه بند شول چې هند ددې سیمې ځانګړي اختیارات له منځه یوړل.
هند او پاکستان دواړه د کشمیر د مالکیت دعوا کوي او تر اوسه یې په همدې اړه دوه ځله نښته هم کړې ده.