فرانسې یوه جنګي کښتۍ په روغتون بدله کړې او د شاوخوا ۱۰۰۰ فلسطینیانو درملنه کوي

پدې کښتۍ کې ۷۰ روغتیايي عمله کار کوي.

د فرانسې یوه جنګي کښتۍ چې د مصر په ساحل کې یې لنګر اچولې، په روغتون بدله شوې او د شاوخوا ۱۰۰۰ هغو فلسطینیانو درملنه کوي چې د غزې په جګړې کې ټپي شویدي.

د Dixmude په نامه د دې کښتۍ کپتان الکنزدر بولانس وایي چې د کښتۍ په روغتون کې تقریباً ۱۲۰ کسان بستر دي او سلګونو نورو ټپي شویو کسانو ته یې سلا مشورې ورکړي، د لومړنۍ تداوۍ څخه وروسته یې د بیا کتلو لپاره ورغوښتي او یا یې د روانې ستونزو لرلو له کبله دارو درمل ورکړي.

ښاغلي بولانس وایي دا "بې ساری ماموریت" دی.

دې هیلو کوپتر لیږدونکې جنګي کښتۍ د تیر کال نومبر میاشتې راهیسې د غزې لویدیځې خوا ته د مصر د العریش په بندر کې لنګر اچولی. دا کښتۍ چې ۷۰ روغتایي عمله پکې کار کوي، د ناروغانو ساتنې څانګې او د عملیاتو خونې لري.

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې له کبله د دې تړانګې روغتیایي سیستم تقریباً له منځه تللی.

اسرائیل د غزې تر ټولو غټ روغتونونه پدې خاطر بمبارد کړي چې ادعا کوي د حماس وسله وال پکې پټ دي او له همدې ځایونو عملیات کوي خو حماس دا تورونه رد کړیدي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او هم ویلي چې په غزې کې د ۳۶ روغتونونو د جملې څخه اکثریت یې له فعالیت لویدلي او لسګونه زره فلسطینیان چې پدې جګړې کې ټپي شوي، د درملنې لپاره هیڅ ځای نلري.

بختور هغوي دې چې تر مصر ځانونه ورسوي.

په کښتۍ کې د ناروغانو د ساتنې لپاره او د عملیاتو لپاره خونې شته دي.

د احمد ابو داقا په نامه یو ۱۶ کلن هلک چې د نومبر میاشتې په لومړۍ نیټې ټپي شوی و او په غزې کې د درملنې تر لاسه کولو لپاره د اوږده انتظار وروسته یې وکړی شو چې مصر ته ولاړ شي او د فرانسې همدې نظامي کښتۍ کې یې درملنه کیږي.

هغه په غزې کې د درملنې په هکله وویل، " ډاکټرانو یوه پرچه وایستله او دوه راډونه یې زما په پښې کې واچول خو یوه میاشت وروسته هغوي زما په زنګانه کې نورې پرچې هم کشف کړلې. هغوي راته ویل چې د نویو پرچو چاره به وروسته کوي ځکه چې بیخي ډیرو کسانو د جراحۍ لپاره انتظار کاوه".

د فرانسې تر څنګ ایټالیا هم د تیر کال ډسمبر په میاشت کې د مصر ساحل ته یوه کښتۍ استولې چې روغتون پکې جوړ شوی.

د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه د تیر کال اکټوبر په اوومې نیټې وروسته له هغه پیل شوه چې حماس وسله والو په اسرائیل برید وکړ او شاوخوا ۱۲ سوه کسان یې ووژل.

په غزې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې د شنبې جنوري ۲۱ مې (سلواغې لومړۍ) پورې څه باندې ۲۵ زره کسان وژل شوي چې د غزې عامې روغتیا وزارت مسؤلین وایي ۷۰ په سلو کې یې میرمنې او ماشومان دي.