فرانسې د 'انساني قاچاق' په شک د ۳۰۰ هندیانو لېږدونکې الوتکه کښېنولې

عکس: ارشیف

فرانسې یوه الوتکه چې ۳۰۰ هندي اتباع پکې نیکاراګوا ته روان وو، د "انسانانو د قاچاق" په شک پر ځمکه کښېنولې ده.

د پاریس د څارنوالۍ دفتر د جمعې په ورځ دسمبر ۲۲ (مرغومي اوله) فرانس پرس ته وویل چې دغه الوتکه یې د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه له هوا څخه ایساره او پر ځمکه کښېنوله چې په اړه ورته راپور ورکړل شو.

الوتکه له متحده عربي اماراتو څخه الوتې وه.

څارنوالانو وویل، د فرانسې د سازماني جرمونو ضد ملي ادارې د قضیې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

چارواکو وویل د رومانیې د "لیجینډ" هوايي شرکت دغه اې-۳۴۰ ډوله الوتکه دا وخت د فرانسې د شمال په واتري هوایی ډګر کې ناسته ده.

د قضیې په اړه یوې باخبرې سرچینې ویلي، چې دغو هندیانو ښايي ددې دپاره مرکزي امریکا ته سفر کاوه چې متحده ایالاتو او یا کاناډا ته ځانونه ورسوي.