څلور زرګران د سرو زرو د قاچاقو قضیې کې، چې ذکیه وردګ په کې تورنه ده، نیول شوي- راپور

دا تصویر د دغې قضیې نه دی، بلکې له ارشیف څخه اخیستل شوی دی.

هندي مقامات وايي چې څلور هغه زرګران یې نیولي دي چې شک کېږي د سرو زرو د قاچاقو په قضیې کې، چې د افغانستان پخوانۍ جنرال کونسله ذکیه وردګ په دې کې تورنه ده، نیولي دي.

په هند کې د عوایدو د استخباراتو ریاست ویلي‌ دي د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې هند ته ۳۰۰ کیلو ګرام سره زر قاچاق شوي دي.

ټایم اف انډیا راپور ورکړی چې د افغانستان د کونسلګرۍ یو بل مامور رفیع الله کلیوال هم تر څېړنو لاندې دی چې ممکن په دې قضیې کې دخېل وي.

د نیول شویو زرګرانو نومونه وایبهاو ټاکر، ساحل شاه، وینود شاه او شایلش جین ښودل شوي.

د روان کال د اپریل په ۲۵ نېټه هندي رسنیو خبر ورکړ چې ذکیه وردګ د شاوخوا ۲۵ کیلو ګرام سره زر سره نیول شوې، چې ارزښت یې ۱۸۰ میلیون هندي روپۍ کېده.

د هند د عوایدو د استخباراتو ریاست وایي چې ممکن میرمن وردګ پخوا هم سره زر قاچاق کړي ‌وي. د سوابقو د جزیاتو څېړنه ښکاره کوي چې کلیوال په دوامداره توګه د هند د چیرا په بازار کې له دوو زرګرانو ساحل شاه او وینود شاه سره په تماس کې و.

وایبهاو ټاکر د هند د عوایدو استخباراتو ته ویلي دي چې د جنورۍ د میاشتې څخه نیولې تر اپریل پورې یې معرفي شویو پېردونکو ته ۳۰۰ کیلو ګرام قاچاق شوي سره زر ورکړي دي.

د راپورونو په اساس، تحقیقاتو ښودلې ده چې ذکیه وردګ د دغو زرګرانو دفتر ته تللې وه او ورته یې د سرو زرو د معاملې وړاندیز کړی و. هغې کلیوال ور معرفي کړی و او پرېکړه شوې وه چې ۲۰۰ کیلو ګرام سره زر به ورکوي او پېسې به یې ترلاسه کوي. دغو زرګرانو د سره زر له ترلاسه کولو وروسته هغه خرڅ کړي او نقدي پېسې یې کلیوال ته سپارلي دي.

هندي مقاماتو ویلي دي چې په دې قضیې کې یو بل کس، چې د پېسو د حوالې په برخه کې کار کوي، هم تر څار لاندې دی چې لا نیول شوی نه دی.

دا تحقیقات له هغې وروسته کېږي چې څه موده مخکې په هند کې د افغانستان جنرال کونسلې ذکیه وردګ له خپلې دندې استعفا وکړه او ویې ویل چې د هغې «د بدنامه کولو» هڅه شوې او «په هغې او کورنۍ باندې یې شخصي بریدونه» شوي. میرمن وردګ د دغو بریدونو په اړه جزیات نه دي‌ ورکړي.

ذکیه وردګ په خپلې استعفا کې ویلي: «که څه هم د یوې افغانې ښځې په توګه به خپل هېواد ته خدمت او د بنسټیزو مثبتو بدلونونو د رامنځته کولو هڅې ته دوام ورکړم، خو په اوسنیو شرایطو کې له دې مقام څخه د ګوښه کېدو خورا سخته پرېکړه اعلانو.»

د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، هغه له دوبۍ څخه هند ته روانه وه چې د ګمرک او ماليې مقاماتو له خوا ودرول شوه، چې د چارواکو په خبره شاوخوا ۲۶ کيلو ګرام سره زر یې لېږدول.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، ذکیه وردګ د دپلوماتیک مصونیت له امله ونه نیول شوه، خو د هغې سره زر ضبط شوي دي. سرچینو ویلي چې هغې ظاهرا سره زر په خپل جاکټ، پښو، کالیو او کمربند کې پټ کړي وو.