د امریکا فلوریډا ایالت کې سمندري توپان؛ لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي

د فلوریډا په ساحلي سیمو کې د ډبي توپان

د ډبي په نوم سمندري توپان د متحده ایالاتو په جنوبي ایالت فلوریډا کې د سیلابونو او شدید باران سبب شوی او لږ تر لږه پنځه کسان په کې مړه شوي دي.

د اولې درجې دغه توپان د دوشنبې په ورځ اګست پنځمه (زمري ۱۵) د فلوریډا لویدیدځو ساحلي سیمو ته ورسېد او اټکل کیږي چې د امریکا نورو جنوب ختیځو ایالتونو ته هم خپور شي.

د فلوریډا په لیوي ښارګوټي کې پولیسو وویل چې پر یو کور باندې د ونې د لوېدو له کبله یو ۱۳ کلن هلک مړ شوی دی. ددغه ایالت په هیلزبورو سیمه کې یو ټرک سیند ته ښویېدلی او چلوونکی یې مړ شوی دی. د فلوریډا په ډیکسي ښارګوټي کې د موټر د ټکر له کبله یوه ۳۸ کلنه ښځه او یو ۱۲ کلن هلک مړه شوي دي.

د امریکا د سمندري توپانونو د څار ملې ادارې وویل چې دغه توپان تېره شپه د جورجیا ایالت ته ورسېد او تمه کیږي چې جنوبي کارولینا ته له رسېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ بېرته په سمندر کې ورګډ شي.

ددغې ادارې رئیس مایکل برینن خبریالانو ته وویل: "د جورجیا، جنوبي کارولینا او حتی د شمالي کارولینا په ساحلي سیمو کې د شدیدو بارانونو او ویجاړوونکو سیلابونو احتمال شته."

د فلوریډا والي ران ډي سانټیس وویل چې ددغه ایالت په ۲۵۰ زره اوسېدونکو باندې برېښنا پرې شوې ده. هغه د ایالت ۳۰۰۰ د ملي ګارد سرتیري ګمارلي چې د توپان ځپلو سره مرسته وکړي.

د سمندري توپان د څار ملي ادارې ویلي چې تېره شپه جورجیا ته د اوښتلو پر مهال ددغه توپان سرعت په یو ساعت کې ۷۵ کیلومتر و او په جورجیا، جنوبي کارولینا او شمالي کارولینا کې د اوبو د سطحې د لوړېدو او سیلابونو راتلو خبرداری یې ورکړی دی.

دغې ادارې وړاندې ویلي وو چې د شمال په لور د حرکت په حال کې دغه توپان ښايي تر ۳۰ اینچو پورې د باران لامل شي.

فلوریډا ایالت ته د رسېدو پر مهال د ډبي توپان سرعت ۱۳۰ کیلومتر پر ساعت و خو وچې ته له رسېدو وروسته یې شدت اولې درجې ته ټیټ شوی چې د سمندري توپان د شدت ترټولو ټیټه کچه ده.

ځايي رسنیو ویلي چې د فلوریډا سیټرس ولسوالۍ اوسېدونکو ته امر شوی و چې له سیمې ووځي. د جورجیا او جنوبي کارولینا والیانو ددغه توپان له رارسېدو سره بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند کاندېدې کاملا هریس ددغه توپان له کبله په جورجیا او شمالي کارولینا کې د خپلو ټاکنیزو مبارزو غونډې ځنډولې دي.

د جولای په میاشت کې د بیرل په نوم سمندري توپان د امریکا د لویزیانا او ټکزاس ځینې سیمې وځپلې. ددغه توپان له کبله لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه شوي وو.

ساینسپوهان د اقلیم بدلون د توپانونو د شدت د زیاتوالي لامل بولي ځکه چې د دوی په خبره د سمندر په اوبو کې د تودوخې انرژي د سمندري توپانونو سرعت زیاتوي.