سیلابونو جنوبي آسیا کې لسګونه کسان مړه کړي

په جنوبي آسیا کې هر کال د جولاۍ او سپتمبر ترمنځ موسمي بارانونه کیږي

د جنوبي آسیا په ځینو هېوادونو کې د موسمي بارانونو له کبله سیلابونه وتلي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په تازه پېښه کې په هند کې چارواکي وایي د دغه هېواد په شمال کې سیلابونو یوه ودانۍ نړولې ده چې ۱۴ تنه په کې مړه شوي دي.

پېښه د یکشنبې په ماښام (جولاۍ۱۴)د هند توریستي سیمې شمله ته نژدې شوې ده. چارواکي وايي په مړو کې یو سرتېری هم شامل دی. د ژغورنې ډلې له ړنګې ودانۍ څخه ۲۸ نور کسان ژغورلي دي.

په بنګله دېش کې هم ۲۹ تنه مړه شوي دي. چارواکي وايی په یوې پېښې کې پر خلکو تندر لویدلی او ۱۸ تنه یې مړه کړي او په یوې بلې پېښې کې یوه وړه کښتۍ ډوبه شوې او اوه تنه مړه شوي.

همداشان په بنګله دېش کې ۱۰ تنه نور د روهینګیا مسلمانانو په کمپ کې مړه شوي دي چې سیلابونو یې کېږدۍ او کورونه ړنک کړي دي.

په ګاونډ نیپال کې هم پولیس وايي له تېرو څو ورځو راهېسې سیلابونو ۶۷ تنه مړه کړي دي او ۳۰ نور ورک دي.

په پاکستان کې هم بارانونو او سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې ۱۸ تنه مړه شوي او د چارواکو په خبره څه باندې ۵۰ کورونه ویجاړ او ړنګ شوي دي.

په جنوبي اسیا کې هر کال د جون او سپتمبر په میاشتو کې موسمي بارانونه کیږي چې د سختو سیلابونو سره مل وي.