اندونزیا کې سیلابونو ۴۴ تنه وژلي دي

په اندوزیا کې د کال په همدې شپو ورځو کې معمولاً موسمي بارانونه کیږي.

په اندونزیا کې د ژغورنې د چارو مسؤلین وایي په سیلابونو او د ځمکې ښویدنې په پیښو کې لږ تر لږه ۴۴ تنه وژل شوي.

دا سیلابونه نن یکشنبه، اپریل ۴(وري ۱۵) د اندوزیا په ختیځه برخه کې راغلي.

د اندوزیا د اضطراري چارو د ملي ادارې ویاند رادیتیا جیټي ویلي چې پدې پیښو کې ۹ تنه ژوبل شوي هم دي. ویاند وویل ښایي د وژل شویو او ژوبلو شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي ځکه چې اکثریت ځپل شوې سیمې لا هم د اوبو او خټو لاندې دي.

دې سیلابونو او ځمکې ښویدونو د اندوزیا د فلوریس ټاپو ډیر ځپلې چې اکثریت اوسیدونکي یې عیسویان دي او ټاکل شوې وه نن د کاتولیکو مسیحانو د اختر یا ایسټر ورځ ولمانځي.

د خلکو د اوسیدو کورنه د خټو لاندې دي او ګڼ شمیر پلونه او سړکونه ویجاړ شویدي.

د اوبو د قوي څپو او دوامدارو بارانونو له وجې د ژغورنې عمله پدې ندې توانیدلې چې د ایسټ فلوریس لیرې پرتې سیمې ته ځانونه ورسوي.

په همدې حال کې د اندونیزیا د بیما ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د بریښنا کوټونو د بندونو له مورګو نه اوبه اوښتي او لږ تر لږه ۱۰ زره کورونه یې لاندې کړیدي.

چارواکي وایي د همدې ګډوډیو له وجې خلکو تقریباً ۹ ساعته بریښنا نه درلوده.

اوس په اندوزیا کې د موسمي بارانونو وخت دی او اکثریت په همدې وخت کې سیلابونه او ځمکې ښویدنې کیږي.

د همدې روان ۲۰۲۱ کال د جنوري په میاشت کې هم د لویدیځې جاوا په ولایت د باران د وریدو نه وروسته سیلابونو لږ تر لږه ۴۰ تنه وژلي وي.

په اندوزیا کې د چاپیریال ساتنې فعالین وایي چې د هیواد په یو شمیر سیمو کې خلکو ځنلګونه وهلي دي او همدا کار د ځمکې د ښویدنې سبب کیږي.

د اضطراري چارو ملي اداره وایي چې د هیواد د شاوخوا ۱۲۵ میلونو وګړو څخه تقریباً نیمایي یې پداسې سیمو کې ژوند کوي چې د ځمکې د ښویدنې خطر پکې شته دی.