دوو کلونو کې جګړې او وچکالي پنځه میلیونه افغانان بې‌ځایه کړي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په افغانستان کې د جګړو او طبیعيي پېښو په ځانګړې توګه وچکالۍ له امله په تېرو دوو کلونو کې کابو پنځه میلیونه افغانان له خپلو اصلي سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام‌بهاالدین جیلاني د پنجشنبې په ورځ جولای ۸ (چنګاښ ۱۷) خبریالانو ته وویل چې دغو ټولو کورني بې‌ځایه شویو ته په تېرو دوو کلونو کې بشري مرستې رسول شوي دي.

د ښاغلي جیلاني په وینا له دې شمېرې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۶۲زره کورنۍ د جګړو او طبیعي پېښو له امله خپل هرڅه له لاسه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه: "د ۶۲۴۵۰ کورنیو له شمېرې چې په تېرو شپږو میاشتو کې بې‌ځایه شوي ۵۲۰۹۶ کورنیو ته رسېدنه شوې ده او د سروې بهیر د مرستو له رسولو سره هم‌مهال په ټولو ولایتونو کې دوام لري".

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو په اساس د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د وروستیو جګړو له امله څه باندې ۳۲زره کورنۍ بې‌ځایه شوي چې له دې شمېرې کابو ۲۰زره کورنیو ته مرستې رسول شوي دي.

ښاغلي جیلاني دغه راز وویل چې د چین او قزاقستان له خوا د شویو مرستو له جملې څه باندې ۹۶زره کورنیو سره د غنمو، ۴۲زره کورنیو سره د وریژو، له ۱۰۰زره کورنیو سره د لومړنیو خوراکي موادو او سله زره نورو سره د روغتیايي او د پخلنځي د توکو د مرستې لپاره مواد ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د جیلاني په وینا د جګړو او وچکالۍ له امله له بې‌ځایه شویو کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۹۱میلیونه افغانۍ نقدې پیسې هم ولایتونو ته استول شوې دي.

خو هغه ټینګار وکړ چې د وروستیو جګړو له امله بې‌ځایه شویو کورنیو ته رسېدنې لپاره ۵۰۰میلیونه نورو افغانیو ته اړتیا ده.