د غزني اندړو کې د هاوان مرمۍ ۵ ملکیان وژلي

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان د مرمۍ لګېدو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ د «غوايي پر ۱۴مه» امریکا غږ ته وویل، چې پېښه تېره شپه د دغه ولسوالۍ په نیاز سیمه کې د افغان سرتېرو او طالبانو د نښتې پرمهال رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې تر دا مهاله څرګنده نه ده چې دغه هاوان د کوم لوري لخوا توغول شوی دی.

د غزني چارواکي همدارنګه وايي، چې د دغه ولایت په اندړ، ده یک او زنخان ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنو عملیاتو پرمهال ۲۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

خو د اندړو ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران بیا وايي، چې تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په عملیات کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي او او څلور نور ټپیان شوي دي.

د دغه قومي مشرانو له ډلې حاجي زین الدین امریکا غږ ته وویل، چې د سیمې اوسېدونکو د وژل شوو کسانو جسدونه د اعتراض په ډول غزني ښار ته لېږدول چې پولیسو یې مخه نیولې ده.

نوموړي زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه څلور ملکي وګړي له ځان سره هم وړي دي.

پر همدې مهال د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني هم په اندړو ولسوالۍ کې ملکي وګړو او طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر تائیدوي، خو وايي، تر دامهاله یې کره جزئیات معلوم نه دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په غزني کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د یوناما او ملکي وګړو د خوندیتوب ګروپ د راپور له‌مخې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو کچه لوړه شوې ده.