'د فراه ګمرک کې اورلګېدنه د ایران په همکارۍ مهار شوه'

د فراه ابو نصر فراهي بندر کې اورلګېدنه

افغان چارواکي وايي، د فراه ولایت د «ابونصر فراهي» په ګمرک کې رامنځته شوې اورلګېدنه مهار شوې ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت سلاکار عبدالله ولیزاده رسنیو ته په لېږلې غږیز پیغام کې ویلي چې دغه اورلګېدنه نن سې شنبه مۍ ۲۵ (غبرګولې څلورمه) سهار څه باندې نهه بجې د تېلو څو ذخیرو کې رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل چې د دغه بندر د تېلو په څو ذخیرو کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې وه چې د ایران هیواد په مرسته بیرته مهار شوې ده.

ښاغلي ولیزاده زیاته کړې چې په اورلګېدنه کې چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی.

پر همدې مهال د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي هم په دې اړه امریکا غږ ته وویل چې اور لګېدنه هغه مهال را منځته شوه چې د تېلو یو ټانکر خپل بار تشوه.

ښاغلي نعیمي وویل د اور لګېدو سره د ایران له خوا د اور وژنې یو موټر ګمرک خوا راغی او په څو ساعتونو کې یې اور له منځه یووړ.

د فراه د ولایتي شورا دغه غړی وايي، د پېښې له امله مالي زیانونه اوښتي، خو تر اوسه د ځاني تلفاتو په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د هغه په وینا حکومت باید په ټولو ګمرکونو او پولو کې د اور وژنې منظم سیستمونه رامنځته کړي.

دوه میاشتې مخکې هم په همدې ګمرک کې او له هغه مخکې په هرات ګمرک کې اورلګېدنې رامنځته شوې چې له امله یې پراخ مالي او ان ځاني زیانونه اوښتي.