فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشحاله او افغانستان تر ټولو ناخوښ هیواد دی- راپور

په یو کلني راپور کې چې د ملګرو ملتونو د سازمان په ملاتړ برابر شوی فنلانډ د پنځم پرله پسې کال لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هیواد بلل شوی پداسې حال کې چې افغانستان د ناخوښو هیوادونو په سر کې دی.

په سږني جدول کې چې د جمعې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۷) خپور شو صربستان، بلغاریا او رومانیا د هغو هیوادونو په سر کې راغلي دي چې د نیکمرغۍ او خوشحالۍ پر لور یې ستر ګامونه پورته کړي دي او د ناخوښو هیوادونو په ډله کې د افغانستان وروسته لبنان او وینزویلا راغلي دي.

د ۱۴۶ هیوادونو پدغه جدول کې جګړو ځپلی افغانستان په پای کې دی چې لادمخه هم د جدول په پای کې و او د تیر اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د سخت بشري کړکیچ سره مخامخ شوی دی.

پاکستان پدې جدول کې ۱۰۳، هند ۱۳۶ او ایران ۱۱۶ دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) اټکل کوي چې په افغانستان کې د پنځو کلونو عمر لاندې یو میلیون ماشومان که ورته مرستې ونه رسیږي ښایي د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

د نړۍ د خوشحالۍ د کچې راپور دا لسم کال دی په پرله پسې توګه خپریږي، د خوشحالۍ په اړه د خلکو خپل تشخیص په اساس او همداشان د یو هیواد د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د شمیرو په اساس جوړیږي.

د یادونې وړ ده چې دغه وروستی راپور پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل دمخه برابر شوی دی.

پدې راپور کې د شمالي اروپا هیوادونه یو ځل بیا د جدول په سر کې دي چې ډنمارک د فنلنډ وروسته په دوهم ځای کې راغلی دی. ایسلنډ دریم، سویس څلورم او هالنډ پنځة مقام کې راغلي دي.

همداشان پدې جدول کې لوکزامبورګ، سویډن، ناروی، اسرائیل، نیوزیلنډ، اتریش، استرالیا، ایرلنډ، جرمني کاناډا، متحده ایالات، برتانیا، چک جمهوریت، بلجیم او فرانسه د شپږم نه تر ۲۰ درجې بورې ذکر شوي دي.

د امریکا متحده ایالات د تیر کال په پرتله درې درجې مخکې شوی چې اوس په جدول کې ۱۶ دي. له بلې خوا فرانسې شلم ځای نیولی چې دا تر اوسه پدې جدول کې ددې هیواد تر ټولو لوړ مقام دی.

د ګالف د سروې په بنسټ د هیوادونو د وګړو د شخصي خوشحالۍ د حالت تر څنګ د یو هیواد کلنی ناخالص عاید، ټولنیز ملاتړ، شخصي ازادي او په دې هیوادونو کې د فساد کچه هم ددې جدول په جوړولو کې مهم رول لري.

سږکال ددغه راپور لیکونکو همداشان د ټولنیزو رسنیو شمیرې هم په پام کې نیولي چې د کروناویروس د وبا له خپریدو دمخه او وروسته یې د خلکو احساسات سره پرتله کړي دي.