د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په تېره شااوخوا یوه میاشت کې له ۵۰۰ ټنو څخه زیات تور جلغوزي چین ته صادر کړي چې د روانې ډسمبر میاشتې تر پایه به دغه اندازه تر زر ټنو زیاته شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول چین ته د جلغوزیو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.
رستمي وايي، چین د افغانستان د جلغوزیو رانیولو ته ډېره لېوالتیا لري او وايي، دغه هېواد ته د صادر شوو جلغوزیو کچه تر ۴۰ میلیونو زیاتو ډالرو ته رسېږي.
کابل او بیجینګ د سوداګریزو همکاریو تړون لاسلیک کړ
د افغانستان او چین ترمنځ هوايي دهلېز د روان کال د عقرب پر ۱۵ پرانیستل شو، او په لومړي پړاو کې ۲۰ټنه جلغوزي چین ته صادر شول.
دا مطلب هم ولولئ افغانستان له چین سره هوايي دهلېز پرانیستد کرنې او مالدارۍ وزارت همدارنګه وايي چې د افغانستان تور جلغوزي په هند، متحده عربي اماراتو او نورو اروپايي هېوادونو کې ښه بازار لري او په وروستیو کې دریو میاشتو کې ۱۲۰ ټنه جلغوزي د ځمکې له لارې هم دغه هېوادونو ته صادر شوي دي.
رستمي وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ځينو ګاونډیو هېوادونو لخوا د دغه هېواد جلغوزي په نړیوالو بازارونو کې په قاچاقي ډول پلورل کېدل، خو اوس لومړی ځل دی چې د افغانستان په نوم په نړیوالو بازارونو کې پلورل کېږي.
اوس مهال په افغانستان کې د جلغوزیو صادرات په کال کې ۲۳زره مټریکه ټنه ته رسېږي.