د افغان هوایي ځواک پیلوټان او پیلوټانې په پراگ کې له زده کړو فارغیږي

د افغانستان د هوایي ځواک په لسگونو پیلوټانو چې دوه ښځې هم په کې شاملې دي د چک په جمهوریت کې له ١٥ میاشتنیو زده کړو وروسته د چهارشنبې په ورځ فارغیږي.

د قاطع ملاتړ ماموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د جون د میاشتې په ٢٧ د چک جمهوریت په مرکز پراگ کې د افغانستان د هوایي قواو د الوتکو پلوټان فارغیږي چې دوه تنه یې ښځینه پیلوټانې دي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په وینا پدغه موده کې افغان پیلوټانو د الوتکو د پرواز او ښکته کولو او همداشان د انگلیسي ژبې زده کړې کړې دي.

د افغانستان په هوایي پوځ کې اوس مهال یوه ښځینه پیلوټه فعالیت کوي او د افغانستان د دفاع وزارتع هڅه کوي چې ښځې په پوځ جذبولو ته وهڅوي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې افغان ښځینه پیلوټانو د نارینه پیلوټانو په څیر زده کړې دي او په زیاتو مواردو کې له انتظار زیات پرمختگ کړی دی.

په پراگ کې د افغانستان سفارت ویلي دي چې په اوس وخت کې په چک جمهوریت کې ٣۴ افغان پیلوټان په زده کړو بوخت دي او ٢٢ تنه یې د چهارشنبې په ورځ فارغیږي.

اوس مهال د افغانستان په هوایي ځواک یواځې یوه پیلوټه موجوده ده. د هغې تر څنگ پخوا یوې بلې افغان پیلوټې نیلوفر رحماني هم په افغان هوایي ځواک کې دنده ترسره کوله، خو هغه په ٢٠١٦ کې د پیلوټۍ زده کړو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته لاړه او د زده کړو په جریان کې یې سیاسي پناه وغوښتله. میرمن رحماني ته اوس امریکا سیاسي پناه ورکړې ده، هغه په ٢٠١٢ کې په افغان هوایي ځواک کې شامله شوې وه.

په پراگ افغان سفارت په پخپله فیسبوک پاڼه کې د افغانستان د سفیر له خولې د هیودا په ثبات او د سولې په تامین کې د افغان پیلوټانو رول ستایلی دی.