د راډیو د نړیوالې ورځې سره هممهاله د ملګرو ملتونو د ښوونې،علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) ویلي چې په نړۍ کې د رامنځ ته شویو پرمختګونو سره سره راډيو لا هم خلکو ته د موثقو معلوماتو په وړاندې کولو چې هغوی ورته اړتیا لري مهم رول لوبوي.
د فبرورۍ ۱۳ په نړۍ کې د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. یونسکو ددغې ورځې په مناسبت د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲( سلواغې ۲۳) په یو خپور کړي پیغام کې ویلي چې راډیو د معلوماتو د برابرولو له لارې ټولنې ځواکمنې کوي او د غلطو معلوماتو د خپریدو سره مبارزه کوي.
د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا، کابل کې د کلید راډیو او مرسل راډیو څخه د لیدنې پر مهال ویلي: چې " له راډیو پرته د نړۍ تصور ډیر مشکل دی".
میرمن اوتنبایوا په افغانستان په نږدې یوه پیړۍ کې د خبرونو، ښوونې روزنې او عمومي بحثونو په برخه کې د راډیو رول هم ستایلی دی. د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ادارې وايي چې راډیو لا هم په دغه هیواد کې خلکو ته په چټکه او ارزانه توګه د معلوماتو د رسولو او عامه پوهي په برخه کې مهم رول لوبوي.
په افغانستان کې په لومړي ځل د راډیو خپرونې د کابل راډیو په نوم د پخواني پاد شاه امان الله د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۰۷ لمریزکال کې پیل شوې.
د ۲۰۰۲ پورې په افغانستان کې یوازې یوې دولتي راډیو "راډیو افغانستان" خپرونې کولې خو د دغه کال وروسته په دغه هیواد کې د خصوصي راډیوي خپرونو د پیلیدو بهیر پیل شو چې په ترڅ کې یې په تیرو دوو لسیزو کې په کابل او ولایتونو کې په لسګونو خصوصي راډیوي خپروني پیل شوې چې یو وخت په افغانستان کې ددغو راډیوګانو شمیر ۳۰۷ سټیشنونو ته هم رسیدلی و.
خو په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغوراډیوي خپرونو شمیر په بې ساري ډول کم شو او اوس مهال شاوخوا ۱۷۰ راډیوګاني فعالې دي.
د خبریالانو د ملاتړ ځینې نړیوال سازمانونه د دغو راډیوي خپرونو د بندیدو په عواملو کې د اقتصادي ستونزو سربیره د طالبانو د حکومت له خوا په رسنیو او خبریالانو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو او رسنیو کارکوونکو باندې پرله پسې بندیزونه او محدودیتونه ګڼي.
د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) تیر ۲۰۲۳ کال د رسنیو وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.
دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.
ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي، چې د ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.
په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي.
په کوردننه د دغو راډیوي خپرونو سربیره ځینې نړیوالې رسنۍ د امریکا غږ، ازادۍ او بي بي سي راډیوي په ګډون د ګاونډیو هیوادونو او د سیمې د هیوادونو له خوا هم افغانستان ته راډیوي خپروني کیږي.