اف بي آی د هغه 'مظنون' هویت مشخص کړ چې د ټرمپ د وژنې هڅه یې کړې

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په خپلې یوې انتخاباتي‌ غونډې کې خبرې کولې چې ډزې پرې وشوې

د متحدو ایالتونو د فدرال تحقیقاتو ادارې د یکشنبې په ورځ جولاۍ ۱۴ (چنګاښ۲۴) اعلان وکړ چې د متیو کروکس په نوم یې یو ۲۰ کلن کس د ډونالډ ټرمپ د ترور په هڅې کې د «دخېل فاعل» په توګه پېژندلی دی. دا په تېرو څو لسیزو کې په امریکا کې د سیاسي خشونت یوه تر ټولو لوړه قضیه بلل کېږي.

امنیتي ‌ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي دي ‌چې کروکس د پنسلوانیا ایالت د بېتل پارک اوسېدونکی دی، دا ځای له هغې سیاسي‌غونډې څخه یو ساعت لېرې دی، چې ټرمپ په کې د خبرو په وخت کې په غوږ په مرمۍ ووېشتل شو.

په اعلامیې کې د کروکس په اړه نور څه ویل شوي نه دي. عیني شاهدان وايي چې هغه د غونډې له ځای څخه د باندې له یو بام څخه د ټوپک ډزې وکړې او بیا امنیتي ځواکونو وواژه.

د فدرال تحقیقاتو اداره وايي چې د دغې پېښې په اړه «فعال او روان تحقیقات» کېږي او ویلي که هر څوک په دې اړه معلومات لري، ژر دې له مقاماتو سره تماس ونیسي.

په دغې غونډې کې په ډزو کې لږ تر لږه د غونډې یو ګډونوال وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

د یکشنبې په ورځ د فدرال تحقیقاتو ادارې د پنسلوانیا د پېټرسبرګ څانګې مشر کیوین روجیک خبریالانو ته وویل «تعجب دی» چې بریدګر تر وژل کېدو مخکې څلور پنځه ډزې کړي دي.

هغه وویل: «موږ تر دې دمه مشخصه کړې نه ده چې د (برید) انګیزه څه وه او زموږ تحقیق کوونکي نه ستړی کېدونکی کار کوي چې معلومه یې کړه.» هغه وویل چې شاید دا تحقیقات میاشتې ونیسي.

ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي دي چې «ښه» دی. هغه په خپل ښي غوږ کې په مرمۍ ژوبل شوی دی.

ټرمپ د شنبې په ورځ ناوخته له روغتون څخه رخصت کړل شوی. ټرمپ لیکلي دی:‌ «باور نه کېږي چې زموږ په هېواد کې دې داسې یو کار وشي.»

ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر دی او د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې کاندید دی.

په هغه باندې دا برید په امریکا کې دننه او د باندې غندل شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د برید په هکله ورته معلومات ورکړل شوي دي. جو بایډن چې په ټرمپ باندې د برید څخه دوه ساعته وروسته یې ملت ته وینا کوله وویل چې «ټول یې باید وغندي».

هغه وویل: «مونږ داسې پیښو ته اجازه نشو ورکولی. دا نظر چې په امریکا کې تشدد شته، هیڅ ندی اوریدل شوی.»

په عین حال کې د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې کاملا هریس هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د برید په هکله ورته معلومات ورکړل شوي او دا برید یې «بې معنی ډزې» بللې.

یو شمېر نورو امریکايي سیاستوالو او قانون جوړوونکو هم په دې اړه غبرګونونه ښودلې دي او دا برید یې غندلی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په میاشت کې کېږي، جوبایډن ویلي دي چې په دغو انتخاباتو کې به له خپل سیال ډونالډ ټرمپ سره سیالي کوي.