د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان (FAO) وايي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې نږدې څلور میلیوو څارویو ته د څارویو د ډنګریدو د مخنیوی واکسین تطبیق کړي دي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۴( مرغومې ۲۴) د ایکس په تولنیزه شبکه کې په یو خپور شوي راپور کې ویلي چې د افغانستان د بشري صندوق او ددغه سازمان د تخنیکي همکارۍ د پروګرام په ملاتړ یې د 'لامپي د پوستکي' د څارویو د ناروغۍ د وبا د مخنیوي لپاره دا څاروي واکسین کړي دي.
د ملګروملتونو د خوراک او کرنې سازمان ویلي: "په مجموعي ډول ۳.۹۶ میلیون څاروي، چې په ۳۴ ولایتونو کې د ۱.۸ میلیون کورنیو له خوا ساتل کیدل په ۲۰۲۳ کال کې واکسین شوي دي".
د ملګروملتونو د خوراک او کرنې سازمان په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې اکثره کورنۍ د شیدو د تولیداتو څخه د عاید د ترلاسه کولو لپاره ډیر کم څاروي ساتي چې په اوسط ډول هره کورنۍ دوه غواګانې لري.
د لامپي د پوستکي د څارویو ناروغي یوه ویروسي ساري ناروغي ده چې په خورا زیات ډول د څارویو د کمزوره کیدو او ډنګریدو سبب ګرځي چې ورسره د څارویو شیدې کمیږي او دغه ناروغي د څارویو د مړینې سبب هم ګرځي.
د ملګروملتونو د خوراک او کرنې سازمان ته د پروان ولایت د قلعه بایزید کلي کې د اغا برادر په نوم یو کلیوال ویلي چې د دوی غواګانې په دې ناروغۍ اخته کیږي چې له امله د غواګانو شیدې کمې کیږي چې ورسره د دوی په عوایدو هم اغیزه کوي.
د ملګروملتونو د خوراک او کرهڼې سازمان راپور له مخې د بامیان په ولایت کې د ۵۰ زره او ۶۳۰ کورنیوله خوا ۱۳۶ زره او ۷۰۰ غواګانې ساتل کیدلې چې واکسین شوي دي.
په دغه ولایت کې د څارویو یو خاوند ویلي چې په لومړي سر کې چې څاروي یې په دغه ناروغۍ اخته شوې فکر یې کوه چې په خپله به ښه شي خو بیا وروسته چې د څارویو دا ناروغي په کلي کې نورو څارویو ته هم خپره شوه نو بیا یې ویترنر (څارویو ډاکټر) ته ورغی او هغه دده څارویو ته واکسین تطبیق کړ چې ورسره د څارویو ناروغي یو څه ښه شوه.
د ملګروملتونو ددغې سازمان د معلوماتو له مخې څارویو ته واکسین په وړیا ډول د سیمه ایزو ویترنرانو له خوا چې په دې برخه کې ورته روزنه ورکول کیږي تطبیق کیږي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې کلیوال ډیر کم د درملو په واسطه د خپلو څارویو درملنه کوي نو د همدې له امله په کلیوالو سیمو کې د خلکو د پوهاوي لپاره د پوهاوي پروګرامونه هم پلي کیږي.
دغه سازمان ویلي:" په روان ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې د ملګروملتونو د خوراک او کرهڼې سازمان ددغې ناروغۍ څخه خپلې څارنې ته دوام ورکړي او په هغو سیمو کې چې دغه ناروغي په کې بیا ولیدل شي هلته به د څارویو د واکسینولو د کمپاین لپاره بودیجه برابره کړي."
افغانستان کې د شاوخوا څلورو میلیون څارویو سربیره په دغه هیواد کې د ۸.۷۷ میلونو پسونو او میږو،۷.۲۸ میلیونو وزو،۱.۵۹ میلیونو خرو، ۰.۱۸ میلیونو اوښانو او ۰.۱۴ میلونو اسونو د شتون اټکل کیږي.
د امریکا د انکشاف د ادارې (USAID) د تیرو څو کلنودمخه د یو راپور له مخې د افغانستان ۸۰ فیصده خلک په کرهڼه او مالدارۍ باندې متکي دي او ددغه هیواد د ناخالص ملي عاید ۳۱ فیصده د کرهڼې له محصولاتو ترلاسه کیږي.
د ملګروملتونو ددغې سازمان د معلوماتو له مخې د افغانستان د نفوس ۷۵ فیصده وګړي په هغو سیمو کې اوسیږي چې مخ په زیاتیدونکي ډول د وچکالۍ د تودوخې د څپو، طاعون، د خاورې تخریب، د پخوانیو څو کلنو واورو او یخچالونود ویلې کیدلو او سیلابونو د اغیزو سره مخ دي.