د افغانستان د ولسي جرګې له ټاکنو سره سم په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې وايي په ټاکنو کې پراخې درغلۍ وشوې.
په ځینو ویډیوګانو کې یوه ډله خلک په یوې کوټې کې د راې پاڼې د خرڅلاو په بڼه سره ویشي، په بله ویډیو کې بیا خلک راې پاڼې په صندوقونو کې ننباسي.
دا چې دا ویډیوګانې چیرې او څه مهال اخیستل شوي، نه څرګندیږي خو لیدونکي هڅوي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو قضاوت وکړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه د دغو ویډیوګانو په اړه رسمي وینا نده کړې. که دغه لیکنه لولې، نو ډیر احتمال شته چې تاسو پر فیسبوک هم فعاله یاست.
خو پوښتنه دا ده هغه څه چې پر فیسبوک لولې او وینې، څومره یې رښتیا او څومره یې پوره حقیقت ندی؟
پر فیسبوک د ناسمو معلوماتو خپرول نه کومه نوې خبره ده او نه هم د افغانستان پورې محدوده ده.
په امریکا کې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې دوندلد ټرمپ د فیک نیوز (درواغ/جعلي خبر) اصطلاح دومره وکاروله چې نن سبا دغه ټکې په ډکشنریو کې اضافه شوی.
فیسبوک او نورې ټولنیزې رسنۍ هم تر فشار لاندې راغلي چې د جعلي خبرونو او معلومات مخه ډب کړي.
اساساً پر فیسبوک او ټویټر د غلطو معلوماتو خپرول کوم جرم ندی او ځکه خو هر څوک کولې شي چې هر ډول ناسم او نیمګړي مطالب خپاره کړي، خو د سمو او ناسمو توپیر کول د دغو ټولنیزو رسنیو د کارونکو پورې اړه لري.