پاکستان کې هر کال زر تنه د غیرت په نوم وژل کېږي ـ راپور

د بشري حقونو څار نړیواله اداره وايي، په پاکستان کې هر کال د غیرت په نوم زر کسان وژل کېږي.

دغه ادارې په خپل راپور کې ویلي چې د ښځو پر مخ د تېزاب شیندل، فزیکي تاوتریخوالی، په زور او کم عمر کې د نجونو ورکول لا هم په پاکستان کې د ښځو په وړاندې له لویو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالې شاد بېګم د امریکا غږ ډېوې څانګې ته ویلي چې دا ډول پېښو زیاتېدو لامل د پاکستان په ملي شورا کې د تصویب شوو قوانینو نه عملي کېدل دي.

د شنبې په ورځ د بشري حقونو د څار ادارې پخپل راپور کې ویلي چې د تیر ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د غیرت په نوم تر ټولو زیاتې ښځې چې شمېر ۶۶ تنو رسېږي یوازې په پنجاب ایالیت کې وژل شوي دي.

د بشري حقونو څار ډلې ویلي چې په پاکستان کې په کم عمر کې د نجونو ورکول لاهم لویه ستونزه ده چې ۲۱ سلنه نجونې تر ۱۸ کلونو په کښته عمر کې ودیږي.

د ماشومانو په وړاندې د جنسي تېري په اړه په دغه راپور کې ویل شوي چې، د ۲۰۱۸کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په پنجاب ایالت کې د ۷۷ نجونو په ګډون پر۱۴۱ ماشومانو باندې جنسي تېری شوی دی.

د راپور له مخې په دغه هېواد کې له ۵۰ لکو نه زیات ماشومان له لومړنیو زده کړو نه بې برخې دي چې لویه برخه یې نجونې جوړوي.