اروپايي اتحادیې د پورن وبسایټونو له چلوونکو پلټنې پیل کړي

په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې مرکزي دفتر

اروپايي اتحادیې د پنجشنبې په ورځ جون ۱۳ (غبرګولي ۲۴) د لوڅو فلمونو (پورن) درې سترو وبسایټونو ته امر وکړ چې د ماشومانو د ژغورنې او غیرقانوني موادو د خپرېدو د مخنيوي لپاره خپل تدابیر روښانه کړي.

د پورن عمده وبسایټونه (پورن هب، سټریپ چټ او ایکس ویډیوز)، د اپریل د میاشتې راهیسې، د اروپايي اتحادیې د محتوا د څارنې د قوانینو لاندې د راتلو وروسته د کاروونکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د حفاظت لپاره له سختو مقرراتو سره مخامخ شوي دي.

اروپايي کمیسیون "د ماشومانو د انلاین حفاظت لپاره د خطرونو د تشخیص او مخنیوي لپاره" ددغو وبسایټونو د ترسره کړیو اقداماتو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

اروپايي کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، غواړي پوه شي چې د لوڅو فلمونو چلوونکي څنګه د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي مخنیوی کوي او څنګه کولی شي تشخیص کړي چې د وبسایټونو د کتونکو عمرونه له ۱۸ کلونو څخه لوړ دي.

کمیسیون ددغو وبسایټونو له مالکانو څخه د هغوی د شرکتونو د اداره کولو په اړه هم معلومات غوښتي ترڅو یقیني کړي چې ددغو شرکتونو فعالیت د "ډیجیټلي خدماتو د قانون" سره سمون لري.

کمیسیون ټینګار کړی چې د ډیجیټلي خدماتو د قانون له مځې، شرکتونه باید "داسي داخلي خپلواک او له امکاناتو څخه برخمن ټیمونه ولري چې کافي صلاحیتونه او امکانات یې په لاس کې وي."

دغه وبسایټونه د جولای تر څلورمې نیټې مهلت لري چې غوښتل شوي معلومات وړاندې کړي.

د لوڅو فلمونو دا وبسایټونه د هغو ۲۴ پلټفورمونو په کتار کې دي چې په اړه یې ویل کیږي چې په اروپايي اتحادیې کې زیات شمېر میاشتني کاروونکي لري. په دې لړ کې فیسبوک، ټیک ټاک او ایکس شبکه (پخوانی ټیوټر) هم شامل دي.

د ډیجیټلي خدماتو قانون پر دغو پلټفورمونو باندې سخت مقررات وضع کړي دي، چې په دغو مقرراتو کې د زیان رسوونکو محتویاتو ژرترژره لیرې کول شامل دي.

اروپايي کمیسون د معلوماتو ددې غوښتنې وروسته د نورو اقداماتو اعلان ندی کړی خو دا غوښتنه لومړنی ګام ګڼل کیږي چې ښايي ورپسې ددغو وبسایټونو په اړه پلټنې هم پیل شي.

د ډیجیټلي خدماتو له قانون څخه سرغړوونکي پلټفورمونه د خپل نړیوال عاید د شپږ سلنه عاید په اندازه جریمه کیږي او په ډیرو جدي قضیو کې یې د تړل کېدو خطر هم شته.