د اروپايي اتحادیې پارلمان د پنجشنبې په ورځ د سپتمبر لسمه ( وږي ۲۰) اعلان وکړ چې نور د میانمار مشره آن سان سو چي ددې پارلمان د بشري حقونو غونډو ته نه رابولي. دوی دا کار په میانمار کې د "نسل وژنې" د تورونو په اعتراض کې کړی دی.
آن سان سوچي چې په ۱۹۹۰ لسیزې کې د میانمار د پوځې رژیم له لورې زنداني شوې وه او اوس د هغه هیواد مشره ده، په ۱۹۹۰ کې د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو جایزه هم ترلاسه کړې وه چې له هغې مودې راهیسې یو شمیر غونډو ته دعوت کیدله.
د اروپايي اتحادیې د پارلمان غړو په یوې اعلامیه کې ویلي دي، د سخاروف جایزې مراسمو کې د هغې د ګډون مخنیوی په میانمار کې د روهنګیايي ټولنې پر وړاندې د روانو جرمونو په اړه د هغې د نه اقدام کولو په غبرګون کې شوی دی.
په ۲۰۱۵ کال کې په میانمار کې په ټاکنو کې تر بریا وروسته په دغه هېواد کې د نیمې پیړۍ نظامي واک پای ته ورسید، خو ویل کیږي چې هغه په خپل هېواد کې د روهنګیايي مسلمانانو پر وړاندې د نظامي کمپاین مخنیوي په برخه کې په نه اقدام کولو کې پاتې راغلې ده.
د روهنګیايي مسلمانانو پر وړاندې یې موقف ددې لامل شوی چې د هغې په نورو تر لاسه کړو جایزو باندې هم اثر وکړي. د بشري حقونو مدافعینو د نوبل جایزې پر کمیټې غږ کړی چې له هغې څخه د نوبل جایزه چې په ۱۹۹۱ کال کې ورکړل شوې وه، بیرته واخلي. د میرمن سوچي پخواني ملاتړي هم اوس پر هغې نیوکې کوي.
خو سان سوچي په میانمار کې د نسل وژنې تورونه رد کړي دي، او په هاګ محکمه کې یې د امریکا د متحدو ایالتونو د تورونو پر وړاندې د خپل هېواد څخه یې دفاع کړې ده.