د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې اروپايي ټولنې په افغاسنتان کې ددغه پروګرام له لارې د اقلیم د بدلون د اغیزو څخه زیانمن شویو کورنیو سره د مرستې لپاره د ۱۵ میلیونو یورو (۱۵.۸ میلیونو ډالرو ) مرسته کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام د پنجشنبې په ورځ ډسمبر پنځم (لیندۍ ۱۵) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې سږکال تراوسه یوازې د سیلابونو له امله څه باندې ۱۶۰ زره افغانان اغیزمن شوي او شاوخوا ۲۰ زره کورونه او زرګونه هکتاره کرهڼیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ د دفتر شارژدافیرې ورونیکا بوسکوویچ پوهر ددې ټولنې د دې تازه مرستې په اړه ویلي: "اروپايي ټولنه ژمنه ده چې د افغانستان خلکو سره مرسته وکړي ترڅو د اقلیمي بدلونونو سره چې د خوړو خوندیتوب او معیشت په ځانګړي ډول په کلیوالو ټولنو کې ګواښوي ځانونه چمتو کړي. د اقلیمي بدلونونو زیانونه همدارنګه دکوربه ټولنو ظرفیت کموي ترڅو د داخلي بې ځایه شویو او له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنیدونکو ملاتړ وکړي. دا ۱۵ میلیونه مرسته د اروپايي ټولنې له خوا د خوړو نړیوال پروګرام د ظرفیت د لوړولو پروګرام په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ۸۵.۱ میلیونو یورو پورې زیاتوي".
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ټولنو سره د کوچنیو زیربناو رامنځ ته کولو کې مرسته کوي او ورسره د اوبو لګولو کانالونو ، بندونو او استنادي دیوالونو له لارې د اقلیم د بدلون د بحران اغیزو په کمولو کې هم مرسته کوي. کرونګرو ته روزنه ورکول کیږي او ورته ملاتړ برابریږي، ترڅو اضافي غنم، وریژې او حبوبات تولید او په سیمه ییزو بازرونو کې یې وپلوري.
ددې سربیره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرګرام له پاکستان څخه په جبري ډول د ستنیدونکو کډوالو په ګډون د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ ښځو او سړیو ته بازارکې د اړتیا وړ مهارتونو لکه خیاطۍ او ګرځنډه تیلیفونونو د ترمیم پورې کسبونو په تړاو روزنه ورکوي چې هغوی سره د کورنۍ لپاره د عاید په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال هارالډ مینهارټ د اروپايي ټولنې د مرستې په اړه ویلي: " دا پروژې د ټولنې د چمتو کولو لپاره خورا مهمې دي چې هغوی پر خپلو پښو ودریږي او خپلو کورنیو لپاره روزي وګټي او پر بشري مرستو یې انحصار کم شي. د اروپايي ټولنې دا مرستې په یوه حساس وخت کې ترسره شوي چې سږکال د کال په سر کې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت له امله اړ شو چې ټول هیواد کې خپلې پروژې وځنډوي".
ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې یوازې سږکال کې ۲۱۵ زره سړیو او ۲۰۸ زرو ښځو ته د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو د پروژو له لارې مخامخ مرسته برابره شوې او هم له ۵۰۰۰ څخه زیاتو بزګرانو سره د کرهڼې او بازر موندلو په برخو کې مرستې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی او دا هیواد ددغو اغیزو د کمولو لپاره هیڅ چمتوالی هم نلري.