په پاکستان کې د عمران خان حکومت د اقتصادي ستونزو له کبله د سختو نیوکو سره مخ دی
په پاکستان کې د ژوند د اساسي ضرورت د شیانو بیې دومره لوړې شویدي چې د غریبانو ژوند یې د مشکل سره مخامخ کړیدی.
د رویټرز خبري اژانس لیکي چې په پاکستان کې دا وخت د انفلاسیون کچه د تیرو پنځو کلونو د مودې په پرتله د تر ټولو لوړه ده چې دا د عمران خان د حکومت لپاره یو ستره ستونزه بلل شویده.
د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي چې اقتصادي ستونزې ورته د تیرو حکومتونو د خرابوو پالیسیو له کبله پر غاړه شوېدي او هغوي کوښښ کوي چې ملک د دغه بحران نه راوباسي.
په پاکستان کې د ټیکسي چلونکي یاسر سلطان رویټرز ته وویل چې هغه په خپلې ټیکسي کې تیل نه شي اچولې ځکه چې د تیلو بیې دومره لوړې دي چې د ټیکسي ډریوران یې خرڅ نه شي پوره کولی. هغه وویل: "عمران خان د انتخاباتو نه مخکې د ولس سره لوظ کړی و چې هغه به غریبي ختموي خو داسي ښیي چې هغه غریبان ختموي. کله خو مې زړه غواړي چې دې خپل ټیکسي ته اور واچوم."
په پاکستان کې دا وخت د انفلاسیون کچه ٩.۴ فیصده ده چې دا د ٢٠١٣ کال نه وروسته تر ټولو لوړه ده.
په لاهور کې ساره سلمان چې د تیر کال په انتخاباتو کې یې عمران خان ته رایې ورکړې وه، وویل: "زه خو عمران خان ته په رایې ورکولو پښیمانه یم. خان ویل چې هغه به بدلون راولي. دا هغه بدلون دی؟"
د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر ویلي دي چې هغوي د خپلو پورونو د ورکولو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق نه پور تر لاسه نه کړ نو پاکستان به دیوالیه شي.
پاکستان کوښښ کوي چې د پیسو د نړیوال صندوق نه په اسانو شرایطو پور تر لاسه کړي.