اماراتو او ترکیې د امریکا پروازونو کې پر لپټاپ بندیز لېرې کړ

امارات او د ترکیې هوایي شرکتونه یواځني شرکتونه دي چې د دوبۍ او استانبول نه امریکا ته مستقیم پروازونه کوي

د امریکا متحده ایالاتو له دوبۍ او استانبول نه امریکا ته په تلونکو پروازونو کې د لپټاپ کمپیوتر او نورو سترو الکترونیکي وسایلو پر استعمال لگیدلي بندیزونه لرې کړل.

دغه اعلان درې ورځې وروسته له هغه کیږي چې د ابوظبي له نړیوال هوایي ډگر نه امریکا ته د اتحاد هوایي شرکت پر تلوونکو پروازونو باندې دغه بندیز لرې شو.

د امارت هوایي شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوبۍ له نړیوال خورا مصروف هوایي ډگر نه امریکا ته په تلونکو پروازونو د لپټاپ نه د استفادې بندیز د هغو نویو امنیتي مقرراتو وروسته لرې شو چې تیره اونۍ اعلان او پلي شول.

د اماراتو هوايي شرکت د منځني ختیځ تر ټولو ستر هوایي شرکت دی چې د امریکا ١٢ ښارونو ته مستقیم پروازونه کوي. دې شرکت پر هغو بندیزونه انتقاد کړی چې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ادارې امریکا ته پر تلونکو پروازونو لگولي وو.

ددغو بندیزونو په نتیجه کې د اماراتو هوايي شرکت د مۍ د میاشتې راهیسې د امریکا پنځو ښارونو ته خپل پروازونه ودرول، خو بیا یې وویل چې د زیاتې تقاضا په وجه به ټولو مخکنیو ښارونو ته پروازونه بیا پیل کړي.

د ترکیې هوایي شرکت هم په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې امریکا ته تلونکي مسافر اوس کولای شي چې خپل لپټاپ کمپیوترونه کابین ته له ځان سره یوسي.

امارات او ترکیې هوایي شرکتونه یواځني شرکتونه دي چې د دوبۍ او استانبول نه د امریکا متحده ایالاتو ته مستقیم پروازونه کوي.

د ترکیې د هوایي شرکت رئیس بیلال ایکسي په یو ټویټر کې لیکلي چې ډیر ژر به بریتانیا په تلونکو پروازونه باندې ورته بندیزونه هم لرې شي. د دوبۍ او ابو دابي نه بریتانیا په تلونکو پروازونه باندې دا ډول بندیز نه و لگول شوی.

د دوبۍ او استانبول نه امریکا پر تلونکو پروازونو باندې د محدویتونو د لرې کولو په اکه سمدستي امریکایي چارواکو کومه تبصره نه ده کړې.

د مارچ په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو له لسو نړیوالو هوایي ډگرونو او اتو هیوادونو څخه امریکا ته په مستقیمو پروازونو باندې بندیزونه ولگول چې مسافر نشي کولای دننه په الوتکه کې لپټاپ او نورو ستر الکترونیکي وسایل استعمال کړي. په دغو هیوادونو کې مصر، مراکش، اردن، عربي متحده امارات، سعودي عربستان، کویټ، قطر او ترکیه شامل وو.

دا تصمیم د هغو اندیښنو په وجه نیول شوی و چې وایي کیدای شي بمونه په الکترونیکي وسایلو ځای په ځای او دننه الوتکې ته انتقال شي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، د نویو مقرراتو له مخې چې په دریو اونیو کې پلي کیږي د نړۍ په گوټ گوټ کې په ٢٨٠ هوایي ډگرونو کې هره ورځ د ١٨٠ هوایي شرگتونو شاوخوا ٣٢٥٠٠٠ مسافر متاثر کړي.

هغه هوایي شرکتونه چې په نویو امنیتي مقرراتو کې پاتې راشي، پر هغو به په کابین کې پر الگترونیکي وسایلو باندې مخکنی لگول شوي بندیز همداسې جاري وي.

سعودي عربستان تمه لري چې د جدې او ریاض نه امریکا ته په مستقیمو پروازونو کې د الکترونیکي وسایلو په استعمال باندې لگول شوی بندیز به د جولای په ١٩ لرې شي.