د البانیا چارواکو د سه شنبې په ورځ اپریل ۲ (وري ۱۴) وویل چې ددغه هېواد په جنوب کې د یو موټر د چپه کېدو په پېښه کې اووه کسان، چې شک کېږي کډوال دي، مړه شوي دي.
دا پېښه د یونان پولې ته څېرمه په پرمت ښار کې هغه وخت وشوه چې یو البانوي موټر چلوونکي د موټر کنټرول له لاسه ورکړ.
چارواکو وویل، د پولیسو ګزمې غوښتل د تالاشۍ دپاره دا موټر ودروي خو موټر چلوونکي د تېښتې هڅه وکړه او موټر د سړک ترڅنګ سیند ته ولوېد.
پولیسو وویل چې په موټر کې سپاره کسان تازه له یونان څخه البانیا ته اوښتي وو.
د افغانستان، سوریې او نورو اسیايي او افریقايي بې وزلو هېوادونو زرګونه کډوال هر کال له همدې لارې اروپا ته د تللو هڅه کوي.
د اروپا د سرحد څارنې ادارې (فرونټیکس) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او اکتوبر ترمنځ نږدې ۱۰۰ زره کډوال له دغې لارې تیر شوي دي.
دا مطلب هم ولولئ په البانیا کې ایسار افغانان امریکا ته د تللو په تمه ديپه سلګونو هغه افغان کډوال چې نږدې دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته له هېواد څخه وتلي وو، امریکا ته د تللو دپاره په البانیا کې بند پاتې دي.
د البانیا حکومت ویلي وو چې امریکا ته د کډوالو تر لېږد وړاندې، دوی لږ تر لږه د یو کال لپاره په زرګونو افغانانو ته پناه ورکولای شي. دغه حکومت همدارنګه ژمنه کړې وه چې که د امریکا د ویزو اخیستلو پروسه وخت اخلي نو دوی د یو کال نه د زیاتې مودې دپاره هم کډوال ساتلای شي.