اختر او په شخړو کې د راګیرو هیوادونو سیاسي حالات

بشارالاسد د سوریې د حما په ښار کې

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زیاتره مسلمانانو د یکشنبې په ورځ اختر ولمانځه. د اختر ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې په ځینو هیوادونو کې سیاسي حالاتو تغیر خوړلی دی.

سوریه

سږ کال ولسمشر بشارالاسد تر پخوا غتښتلی ښکاري. د اختر لمانځه ته د حما ښار ته تللی و، چې د جگړو په کلونو کې له دمشق څخه د هغه تر ټولو لیري مزل دی.

بشارالاسد د امام تر شا ولاړ دی، او ستر جومات له لمونځ کوونکو ډک دی. په تیرو دوو کلونو کې په کورنۍ جگړه کې د بشارلاسد تر پخوا ډېر قوي شوی دی.

په تیرو پنځو کلونو کې پنځه میلیونه سوریایان بې کوره شوي دي.

عراق

په عراق کې د اختر ورځ گډوډ وه. ځینو نن اختر کړی و، د ځینو بیا سبا اختر دی.

په مجموع کې عراقیان د اسلامي دولت څخه د موصل ښار پر بیرته نیول کیدو خوشاله دي.

خو په تیر کال کې په بغداد کې هم ډېرې خونړۍ چاودنې وشوې. د تیرو کلونو په نسبت په عراق کې سیاسي ثبات ښه شوی دی.

فلیپين

د فلیپین مسلمانانو نن په ویره او اندیښنه کې لمونځونه وکړل. په جنوبي ښار کې امنیتي ځواکونو د هغه جومات امنیت نیولی و چې شااوخوا دری سوه مسلمانو د اختر لمونځ په کې وکړ.

په دغه ښار کې له تیرې یوې میاشتې راهیسي د سخت دریځې اسلامي ډلې سره په جگړه کې درې اویا کسان وژل شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د اختر په مناسبت په فلیپين کې د اتو ساعتونو لپاره اوربند اعلان شوی و.

قطر

د سوکالۍ او پرمختگ له ډېرو کلونو وروسته، سږ کال د قطر حکومت د گاونډیانو تر فشار لاندې دی.

د سعودي په شمول شااوخوا لسو عربي هیوادونو له قطر سره هر ډول اړیکې پرې کړې دي.

د اړیکو د نورمالولو لپاره یې دیارلس شرایط ورته ایښي دي، قطریان د عجیب حالت سره مخ دي.

ترکیه

د ترکیې ولسمشر اردوغان تر پخوا ډېر غښتلی ولسمشر دی. په اساسي قانون کې تعدیل وشو او د ولسمشر واکونه ډېر شول.

اردوغان د عربي هیوادونو په جنجال کې د قطر پلوي کوي. ځواکونه یې ورلیږلي دي او د قطر ملاتړ کوي چې د سعودي دیارلس غوښتنې ونه مني.

اندونیزیا

اندونیزیا، تر ټولو د ډېرو وگړو لرونکی اسلامي هیواد دی. اندونیزیایانو نن د اختر په لمانځه کې د سوکالی او ارامی دوعاوې وکړي.

اندونیزیا د ډېرو کلونو راهیسي نسبتاً ارام هیواد دی خو سږ کال د ترهگرۍ ځینو پیښو ولس ویرولی دی او سخت دریځی د زیاتوالي اندیښنې ډېرې شوي دي.