د مصر د ولسمشر پلویان او مخالفین بیا مظاهرو ته راوتلي دي

په مصر کې نن د ولسمشر محمد مرسی مخالفین او پلویان په قاهرې کې د جمهوري ریاست ماڼۍ ته غځیدلو لارو کڅو ته راوتلي دي.


د مرسي په زرهاوو ملاتړکوونکي نن د الازهر جومات نه دباندې راټول شوي وو چې د هغو څلورو کسانو په جنازې کې برخه واخلي چې په خونړیو بریدونو کې وژل شوي وو.


په قاهرې کې د امریکا غږ خبریاله، الیزابت ارووت وايي چې د مرسی مخالفین هم راغونډ شوي وو او داسي نښې نښانې نه سته چې دوي دي داسي پلان ولري چې په نږدې راتلونکې کې دغه مظاهرې ختمې کړي.

د مصر د ملي نجات جبهې مشر، محمد البرادي وايي چې د جوړجاړی لپاره د جمهور ریس مرسی نه لیوالتیا د دې سبب شوه چې د هغه په وینا دغه فاجعه رامنځ ته شي.

په قاهرې کې د جمهوري ریاست ماڼۍ ته غځیدلو لارو باندې عسکرو د کانکریټو او سیمي خاردار په ذریعه موانع جوړې کړي دي.

د جمهوري ریاست د ماڼۍ سره نږدې د روانې اوونۍ په پیل کې د مظاهرو له امله خونړۍ نښتې شوې وې.