ملګري ملتونه له افغان زلزله ځپلو سره ۱۰ میلیون ډالر مرسته کوي

په افغانستان کې په وروستۍ زلزله کې زیانمنې شوې کورنۍ

ملګري ملتونه وایي د افغانستان په جنوب ختیځ کې د مرګونې زلزلې له زیانمنو شویو خلکو سره د بېړنو بشري مرستو لپاره ۱۰ میلیون ډالره مرسته کوي.

د بشري مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس پرون شنبه جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه ۱۰ میلیون ډالر نغدي بشري مرسته به د ملګرو ملتونو د بېړني صندوق (UNCERF) له لارې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې ځپلو لپاره ولګول شي.

ښاغلي ګریفیتس زیاته کړې چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله زیات کسان مړه او ټپيان شوي او زیات شمېر کې کورونه هم نړېدلي دي.

بلخوا د برتانیې د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس هم له افغان زلزله ځپلو سره د ۲.۵ میلیون پونډه مرستې اعلان کړی دی.

تر دې مخکې اروپايي ټولنې هم د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرستې اعلان کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو سره په کور دننه او بهر د مرستې ټولولو کمپاینونه او هڅې زیاتې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله د ایران، قطر، متحده عربي اماراتو، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان هیوادونو خوراکي او غیر خوراکي مرستې افغانستان ته رسېدلي دي.

د دې تر څنګ چین هم ویلي چې له افغانستان سره د ۷.۵ ملیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې کوي. د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وین بن ویلي چې دا مرستې به د را روانې دوشنبې په ورځ په دربست شویو الوتکو کې افغانستان ته واستول شي.

په دغه مرستو کې کمپلې، خېمې، د کور او پخلنځي اړین سامان الات، توشکي او خوراکي مواد شامل دي.

د خوړو نړیوال سازمان ( WFP)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) او د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) هم په خوست او پکتیکا ولایتونو کې زلزله ځپلو ته مرستې رسولي دي.

د ملګرو متلونو د وروستي راپور په اساس په افغانستان کې د تیرې چهارشنبې شپې زلزلې له آمله تر دا مهاله ۱۰۳۲ کسان مړه شوي او ۱۶۴۳ نور ټپیان شوي دي.