د تخار امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د چال ولسوالۍ ۸۰ تنه اوسېدونکي د خیرات په مراسمو کې تر ګډون وروسته مسموم شوي دي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر نن شنبه مۍ ۲۲(غبرګولې لومړۍ) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولسوالۍ په «خانقاه» سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه: "دغه پېښه ۱۱ بجې د چال ولسوالۍ په خانقاه سیمه کې رامنځته شوې ده،یو تن خیرات کړی و، د سیمې خلکو ګډون کړو، تر ډوډۍ خوړلو وروسته شااوخوا ۸۰ تنه مسموم شوي و، مسموم شوي خلک د پولیسو او سیمې اوسېدونکو په مرسته روغتون ته انتقال شوي دي."
نوموړي زیاته کړه چې تر دا مهاله د دغه پېښې انګېزه معلومه نه ده.
پر همدې مهال د تخار د ولایتي شورا غړي وايي چې دغه پېښه د چرسو تخم یا بنګو دانو د غوړو له امله رامنځته شوې ده.
د تخار د ولایتي شورا غړي اعظم افضلي امریکا غږ ته وویل چې په دغه مراسمو کې څه باندې ۴۰۰ تنو ګډون کړو چې تر ډوډۍ خوړولو وروسته مسموم شوي دي.
د نوموړي په وینا د بنګو غوړو له امله دغه کسان مسوم شوي دي.
تر دا مهاله د تخار سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.