د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبد الرقیب مبارز یوې خبري ناستې ته وویل چې ننګرهار کې یې د تېرو دریو اونیو په اوږدو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۳۱ کسان نیولي دي چې د ځینو دوسیې یې څارنوالۍ ته هم لېږلې دي.
ښاغی مبارز وايي په ډېرو نورو سیمو کې یې د نشه يي توکو قاچاقبر او کاروباریان په نښه کړي او ډير ژر به یې ونیسي.
خبري کنفرانس کې د ننګرهار والي شا محمود میاخېل هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د امنیه قوماندانۍ کارکوونکو په تېرو دریو اونیو کې له څلور سوه کیلو ډېر نشه يي توکي نیولي دي.
میاخېل وايي په ننګرهار کې به د لویو قاچاقبرو او نشه يي توکو د پلورونکو پسې خپلې هڅې لا ډيرې کړي.
د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې دهیروینو د پروسس د فابریکو شتون، کوکنارو پراخ کر او خلاصې قاچاقي لارې هغه څه دي چې د نشه يي توکو پیر پلور او قاچاق کچه پکې یو څه ډېره ده.