که څه هم د کابل له ګڼې ګوڼې ډکو واټونو کې تر ډیره د ټویوټا کرولا موټرونه ترسترګو کیږي، خو په دې وروستیو کې په دغه ښار کې د داسې سپورتي موټرو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی چې په نندارتونونو او د موټر ځغلولو په سیالیو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
ذبیح الله مومند په خپل سور رنګي مرسډیز بنز موټر کې د ۴۲۰ هارس پاور لرونکی انجن پخپله نصب کړی او وايي په افغانستان کې یوازنی کس دی چې دا ډول موټر لري.
د سپورتي موټرو چلوونکي وايي، ټولنې یې په تېره یوه لسیزه کې وده کړې خو په وروستیو دوو کلونو کې دغو موټرو ته د لیوالتیا کچه لوړه شوې ده.
که څه هم په افغانستان کې تراوسه ګڼې د موټر ځغلولو سیالۍ او نندارې ترسره شوي، خو د معیاري لوبغالو او بازار موندنې د نشتوالي له کبله، دا د سپورتي موټرو له هغو نندارو او سیالیو سره د مقایسې وړ نه دي چې په نورو هېوادونو کې ترسره کیږي.
په پام کې ده چې د افغانستان د سپورتي موټرو تازه جوړ شوی ملي فدراسیون د المپیک ملې کمیټې کې په رسمي ډول ور زیات شي. ددغه فدراسیون مشر حشمت الله رهبر د اسانتیاوو د کمښت خبره کوي.
د فبرورۍ په میاشت کې رهبر په خپل نوښت، په هېواد کې د موټر سپورټ د ودې په خاطر لومړنی د موټر ځغلونې ټورنمنټ جوړ کړ.
رهبر وویل: "دا زموږ ژمنتیا ښيي... چې موږ په شخصي پیسو هدف ته د رسېدو په خاطر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو."
په کابل کې دغه ټورنمنټ له دوه ځله ځنډ وروسته ترسره شو او هیڅ سوداګریز سپانسر یې هم نه درلود. رهبر وايي، د موټر سپورټ فرهنګ لا تراوسه په افغانستان کې هغومره وده نده کړې، خو په دې برخه کې د خلکو لیوالتیا د زیاتېدو په حال کې ده.
دغه ټورنمنټ ته د مینه والو د جذبولو په خاطر، رهبر د سپورتي موټرو له څو نورو مالکانو سره د کابل ښار په واټونو کې د څو ورځو دپاره په خپلو سپورتي موټرو کې ګرځېدل.
طالب وسله والو په کابل کې ددې میاشتې د موټر ځغلولو د ټورنمنټ امنیت نیولی و. ددغو سیالیو لیدلو ته د سلګونو راغلیو کسانو په منځ کې ځینې ښځې هم ترسترګو کېدې.
له هغې جملې څخه، ۱۸ کلنې زحل محمدي هیله څرګنده کړه چې د ښځو دپاره هم په دغه سپورت کې د ګډون امکانات برابر شي.
محمدي وویل: "له ماشومتوب څخه له سپورتي موټرو سره مینه لرم. هیله لرم چې نجونې هم وکولای شي په دغو سیالیو کې برخه واخلي."
خو د مرسډیز بنز سپورتي موټر لرونکي ذبیح الله مومند په دغه ټورنمټ کې برخه اخیستې نه وه. هغه وايي، ددې کار دپاره معیاري لوبغالی نشته، او دا اندېښنه ورسره وه چې د موټر ځغلولو په سیالۍ کې د حفاظتي کټارو د نشتوالي په صورت کې هسې نه چې د سرک ترڅنګ ولاړ نندارچیان ژوبل کړي.
د سپورتي موټرو افغان مالکان وايي، د دغو موټرو او تیلو لوړ قیمتونه د دوی او نور هغو د موټر سپورت مینه والو په وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
د سپورتي موټر مالک امین سنګین وویل: "موږ خپلې موټرې دومرې ډیرې نه ګرځوو ځکه چې ډیر لګښت پرې راځي او مصرف یې له عادي موټر څخه ډیر زیات دی."