ډيوه: کوم خلک چې نوي افکار نشي زغملی، د "کفر" تور لګوي

ډیوه نیازۍ چې په ټولنیزو رسنیو کې یې لیکنو یو لړ جنجالونه جوړ کړي، د خپل ځان د امنیت په هکله اندېښنه لري.

میرمن نیازۍ چې په هند کې له پنځه کلنې استوګنې څخه وروسته تازه د ننګرهار ولایت ته ستنه شوې، خپل فعالیتونه په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه بولي.

خو د افغانستان په څېر یوې محافظه کارې ټولنې کې ډیر کله د ښځو فعالیت له ستونزو سره مخامخ وي.

منتقدین وایې چې ډيوې په خپلو لیکنو کې د اسلام دین ته سپکاوی کړی دی.

میرمن نیازۍ استدلال کوي چې پخپلو لیکنو کې يې "ټولنې ته ځینې حقیقتونه" بیان کړي دي. ډیوه وایې چې له جعلي پاڼو څخه د هغې په نوم لیکنې خپرېږي.

ډیوه نیازۍ په ننګرهار او هند کې ثانوي او لوړې زده کړې دي او دوه کله یې په جلال آباد ښار کې له رسنیو سره کار کړی دی.

ډیوه وایې چې ځینې خلک د نورو له افکار سره د مخالفت په خاطر پر یو کس د کفر او اسلام ته د سپکاوي تور لګوي.

Your browser doesn’t support HTML5

ډيوه: کوم خلک چې نوي افکار نشي زغملی، د "کفر" تور لګوي