د شفافیت نړیوال سازمان په تازه راپور کې راغلي دي چې افغانستان د نړۍ په هغو هیوادونو کې دی چې اداري فساد پکې ډیر و. افغانستان چې واک یې اوس د طالبانو په لاس کې دی د اداري فساد په شاخص کې یې د ۱۸۰ هیوادونو د جملې څخه په ۱۷۱م مقام کې دی.
افغانستان د اداري فساد د اندازې معلومولو لپاره د ټاکل شویو امتیازونو څخه ۲۰ امتیازونه تر لاسه کړي دي.
د دې سازمان په راپور کې راغلي چې عدالت او په ګټوره توګه د قانون حاکمیت په داخلي او نړیواله کچه د اداري فساد په مخنیوي کې مهم نقش درلود. په راپور کې دا هم ویل شوي چې د عدالت او قانون حاکمیت په نه شتون کې هغه کسان چې د واک څخه یې ناوړه ګټه اخیسته، د عواقبو سره ندي مخ شوي.
د طالبانو حکومت د شفافیت سازمان دا راپور رد کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي: «افغانستان له فساد څخه خالي هېواد دی، په نړیوال شفافیت په محاسبه کې هم افغانستان په ۱۶۲ مه درجه کې قرار لري چې ښه موقعیت دی. داچې دتیرکال په نسبت ۴ درجې ټیټ والی ښيي، معنای داد نده چې افغانستان کې به فساد زیات شوی وي؛ بلکې ممکن په نړۍ کې دځینو نورو هېوادونو د شفافیت حد لوړ شوی وي.»
د شفافیت نړیوال سازمان په راپور کې چې سه شنبه جنوري ۳۰ (سلواغې ۱۰) خپور شوی، سومالیا، ونزویلا او سوریه په ترتیب سره د اداري فساد په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو په جملې کې د نړۍ تر ټولو مفسد او ډنمارک تر ټولو پاک هیواد بلل شوی.
تر سومالیا، ونزویلا او سوریې وروسته، یمن، جنوبي سودان، نیکاراګوا، شمالي کوریا، هایټي ، استوایي ګیني او ترکمنستان هغه هیوادونه دي چې پدې شاخص کې یې د څلورم څخه تر لسم مقام پورې ځای لري.
د نړیوال شفافیت سازمان په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې ډنمارک، فنلنډ او نیوزلینډ بیا نړۍ هغه هیوادونه دي چې ادراري فساد پکې تر ټولو لږ و. د دې دریو هیوادونو څخه وروسته، ناروي، سنګاپور، سویس، هالنډ، جرمني او لکزامبورګ بیا د اداري فساد په شاخص کې د څلورم څخه نیولې تر لسم مقام پورې ځای لري.
همدا دوه عناصر، د قانون حاکمیت او عدالت د دیموکراسۍ اصلي پایې بلل شوي او په راپور کې دا هم ویل شوي که هغوي چې د قانون حاکمیت او عدالت پلي کیدو څخه بچ کیږي او عواقب یې نه وګوري، په ټولنۍ کې د بې عدالتۍ او قانون حاکمیت د ماتیدو سبب کیږي.
د دې نړیوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې د نړۍ ۱۸۰ هیوادونو د جملې څخه په تیرو ۱۲ کالونو کې یوازې ۱۸ هیوادونو د اداري فساد سره د مبارزې لپاره اصلاحات کړي او همدا د فساد د کمښت سبب شوی.
خو په راپور کې دا هم ویل شوي چې په همدې مودې کې په ۲۴ هیوادونو کې اداري فساد لا ډیر شوی.
د ۱۸۰ هیوادواو او قلمرو څخه چې د شفافیت نړیوال سازمان د اداري فساد پدې شاخص کې شامل کړي، ۹۴ یې داسې دي چې دموکراتیک حکومت پکې نشته، په ۴۹ کې بیا نیمګړې دیموکراسي ده او ۷۳ یې بشپړه دیموکراسي لرونکي هیوادونه دي.
پدې راپور کې ویل شوي، سره لدې چې اداري فساد د یو جرم په توګه پیژندلو لپاره هلې ځلې شوي او د مخنیوي لپاره یې د تخصص ادارې هم جوړې شوې، خو بیا هم په نړۍ کې د فساد کچه لوړه ده او یو مهم دلیل یې کمزورې عدلي او قضایي ادارې دي.
د شفافیت نړیوال سازمان په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې بیلا بیل دلایل په هیوادونو کې د اداري فساد د مخنیوي او له منځه تګ سبب کیدی شي چې د قضایي سیستمونو پیاوړي کیدل، د عدالت پلي کیدو لپاره د عدلي سیستم لا شفاف کول، د څار لپاره د میکانیزمونو همغږي کول، عدالت ته د لاسرسي چارې بهتره کول او هغوي چې په اداري فساد کې لاس لري، مسؤل بلل ځیني مهمې لارې چارې دي چې له مخې یې د دې پدیدې مخه نیول کیدی شي.