د چین دولتي رسنیو د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۲۱ (لیندئ ۳۰) خبر ورکړ چې ددغه هېواد په شمال ختیځ کې د ډبرو سکرو د یو کان دننه په یوه پیښه کې ۱۲ تنه مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
دولتي تلویزیون سي سي ټي وي وویل، پیښه د چهارشنبې په ورځ په ځايي وخت د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو د هیلونګجیانګ ولایت د جیسي ښار ته څېرمه د ډبرو سکرو په یو کان کې رامنځته شوه.
ددغه تلویزیون د خبر په اساس: "کان ته په غځېدلي تونل کې په دغه پېښه کې یوه نقلیه وسیله ښکېله ده... د ۱۲ مړینو او ۱۳ کسانو د ټپي کېدو لامل شوی. ټپیان ټول د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي."
سي سي ټي وي وويل: "د پېښې لامل لا تر څېړنې لاندې دی."
په وروستیو لسیزو کې په چین کې د کانونو خوندیتوب ښه شوی دی. رسنۍ هم اوس په کانونو کې پیښې پوښي چې پخوا له پامه غورځول کېدې.
خو دا ډول پیښې لاهم عامې دي او لامل یې د کانونو په صنعت کې د خوندیتوب د مقرراتو نه پلي کېدل بلل شي دي
د رسمي شمېرو له مخې تېر کال د چین په کانونو کې، په مجموعي ډول په ۱۶۸ پېښو کې ۲۴۵ کسان مړه شوي وو.
د نومبر په میاشت کې په هیلونګجیانګ کې د ډبرو سکرو په یو بل کان کې په پېښه کې ۱۱ کسان ووژل شول.
د سپتمبر په میاشت کې د چین په جنوب لویدیځ ګیژو ولایت کې د سکرو په یو کان کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي وو.
د فبرورۍ په میاشت کې، د شمالي داخلي منګولیا سیمې په لیرې پرته کم نفوسه الکسا سیمه کې د یو ۱۸۰ متره لوړ ګړنګ د نړېدو له کبله د ډبرو سکرو یو کان هم ویجاړ شو.
په لسګونو کسان او موټرې تر خاورو او خځلو لاندې شول. خو چارواکو تر څو میاشتو پورې د مړو وروستی شمیر په ډاګه نه کړ. د جون په میاشت کې څرګنده شوه چې ۵۳ کسان پکې وژل شوي وو.